د لاس رسي وړ اتصالات

روسي انټرنټي جاسوسانو امریکا او نړۍ کې زرګونو حسابونه په نښه کړي 


امریکا روسیه تورنوي چې د امریکا د ۲۰۱۶ ټاکنو کې یې انټرني مداخله کړې ده
امریکا روسیه تورنوي چې د امریکا د ۲۰۱۶ ټاکنو کې یې انټرني مداخله کړې ده

د نړۍ د ټکنالوژۍ مشهور شرکت «مایکروسافټ» وايي چې د دولت له ملاتړ برخمنو روسي انټرنټي جاسوسانو او هکرانو د امریکا او نړۍ په یو شمېر ادارو باندې بریدونه کړي‌ چې معلومات یې غلا کړي.

مایکروسافټ وايي چې دغه انټرنټي جاسوسان د «سولر وینډز» ادارې باندې د انټرنټي بریدونو د کمپاین تر شاه دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې د بازار موندنې له ایمیل څخه په استفادې یې بریدونه کړي ‌دي.

د مایکروسافټ مرستیال ټامب برټ ویلي دي چې په څه باندې ۱۵۰ ادارو کې شاوخوا ۳۰۰۰ حسابونه په نښه شوي چې څلورمه برخه یې د نړیوالو پراختیايي،‌ بشري او د بشري حقونو د ادارو حسابونه دي.

ویل شوي نه دي چې دا هدفونه څومره بریالي وو او هکران خپل هدف ته رسېدلي ‌که نه.

د سایبري امنیت شرکت «ولیکسیټي» ویلي دي‌ چې شاید انټرنټي غله خپل ځینې هدفونه ترلاسه کړي‌ وي. وايي دا د بهرنۍ تګلارې اړوندو ادارو باندې د روسيې د انټرنټي غلو د بریدونو دوام دی چې هدف یې د معلوماتو ترلاسه کول دي.‌

د راپورونو په اساس په شاوخوا ۲۴ هېوادونو کې هدفونه په نښه شوي دي.‌

مایکروسافټ وايي‌ چې د امریکا د پراختیايي‌ ادارې یو حساب او د بازار موندنې د خدمتونو یو ایمیل ته د هکرانو لاسونه رسېدلي وو.

د سولر وینډز په نامه دغه مبارزه چې د لسګونو خصوصي سکتور شرکتونو او د سلا مشورې ورکوونې د ادارو تر څنګ یې د نهو امریکایي شرکتونو سیستمونو ته لار پیدا کړې وه، د ۲۰۲۰ کال تر پایه پټه پاتې وه او بالاخره د ډسمبر په میاشت کې کشف شوه.

XS
SM
MD
LG