د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس پر روسیې باندې د نویو بندیزونو لگولو پریکړه کوي


ټرمپ او پوتین د خپلو لومړنيو مخامخ خبرو پر وخت
ټرمپ او پوتین د خپلو لومړنيو مخامخ خبرو پر وخت

د امریکا ولسي جرگه نن پر روسیه د بندیزونو په تړاو راېې ورکوي. کریملین لا د دوشنبی په و رځ د تازه بندیزونو په اړه خبرداری ورکړ چې پرروسیه باندې به نوي بندیزونه ددواړو خواو په گټه نه وي.

د امریکا ولسي جرگه نن د سه شنبی په ورځ راېې ورکوی چی پرروسیه باندې نوي بندیزونه ولگوي. دې مسلی په مسکو او اوروپا کې هم شور او غوغا راپورته کړیده.

دغه قانون چې په کانگرس کې ددواړو گوندونو د مصالحې په نتیجه کې منځته راغلی دی هدف ېې دادی چی کریملین ته په دې سزا ورکړی چی په ٢٠١٦ کال کې ېې دامریکا د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې گوتې وهلی وې او کرایمیا ېې له خپلې خاورې سره نښلولی وه.

پر شمالی کوریا باندې له دې امله نوي بندیزونه لگول شوی دي چې د بیلسټیک توغندي ېې ازمویلي دي. پردې سر بیره پرایران او سپاره پاسداران باندې له دې امله بندیزونه لگول شوی دي چی د ترهگری په ملاتړ تورن دي.

دامریکایوشمیر استازي چې په هغو کې د جمهوری گوند مشران هم شامل د ولسمشر په اړه پرروسیه د بندیزونو داسانه کولو اندېښنه لری، ځکه ولسمشر له روسیی سره د روابطو په اړه دانکشاف لپاره غږکړی و. خو سپینه ماڼی وايی چی ولسمشر به دروسیی خلاف د بندیزونو ملاتړ وکړي.

د سپینی ماڼۍ ویانده ساره هکبي سنډرزوايي ولسمشر په دې هم غورکوي چی دابندیزونه به د خلکو په گټه وي اوکه نه.

د پېشنهاد شویو بندیزونوپه ا ړه ولسمشر په خپل ملاتړ کې پردغو دری هېوادونو روسیه ایران، او شمالی کوریا ښکاره دریځ لری. هغه ېې د له منځه وړلو نیت نلری. خو غواړی داخبره یقینی کړی چی ایا دا دامریکا دخلکوپه گټه معامله ده.

دنویو بندیزونو په اړه پر ایران ، شمالی کوریا اوروسیه په داسی حآل کې راېې ورکول کېږی چی په انتخاباتوکې دروسیی دمداخلې په اړه تحقیقات نوي پړاو ته داخل شوي دي. د نویو تحقیقاتو په ترڅ کې پرون کانگرس دولسمشر له زوم جریډ کوشنرنه پوښتنی وکړلی. هغه په خپلو ځوابونوکې له روسانو سره د هرډول همکارۍ خبره ردکړله.

د ولسمشر دونالد ټرمپ د ادارې دوو مهمو غړیو د سه شنبې په ورځ د کانگرس له هغو مفتشانو سره وکتل چې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسانو د مداخلی په اړه تحقیقات کوی. پردې سر بیره هغوی له روسانو سره د ولسمشر د انتخاباتي ډلې د غړیو د احتمالي سازش په اړه هم پوښتنی کوی.

په دغو دوو کسانو کې یو تن د ولسمشر زوم او مشر سلاکار جریډ کوشنر دی. نن دویمه ورځ ده چې هغه دکانگرس په ماڼۍ کې د بندو دروازو ترشا د ولسې جرگې د استخباراتو په جرگه گۍ کې ځوابونه وايي.

د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پخوانی رئیس پال مانافورت په جلا توگه د سنا د استخباراتو کمېټی ته چې ددواړو گوندونو غړي پکې شامل دي، د پوښتنو ځوابونو ته حآضر شوی و.

له پال مانافورت نه د ٢٠١٦ کال په جون کې له یو روسي وکیل سره د ملاقات په اړه پوښتنی وشوې.

دولسمشر معتبر سلاکار او زوم جرېد کوشنر وویل: اجازه راکړی داخبره واضح کړم چې ماله روسانو سره سازش ندی کړی او دخپل انتخاباتي ټیم بل سړی هم نه پیژنم چې له کوم خارجي حکومت سره لاس ولری. زه دخپلو تجارتی معاملولپاره د روسانو پر پېسو متکي نه یم."

د جون د میاشتی په نیمايی کې سنا ددوو مخالفو په مقابل کې ٩٨ موافقې راېې ورکړلی چې پرمسکو او تهران کلک بندیزونه ولگول شی. خو دامسله په ولسی جرگه کې وځنډیدله. د بندیزونوپه اړه په دې اوسنی قانون کې یوه مهمه ماده داده چی ولسمشر ټرمپ په خپل سر نشی کولی چې د مسکو خلاف مجازاتو کې په آینده کې کموالی او سهولت راولي.

XS
SM
MD
LG