د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: سنوډن به امریکا ته ورتسلیم نه کړو


روسیه وايي چې امنیتي سازمان یې د امریکا د یوه امنیتي سازمان سره د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پخواني قرار دادي اډوارډ سنوډن په هکله خبرې کوي خو هوډ یې کړی دی چې هغه به امریکا ته ونه سپاري چې د جاسوسۍ په تور محاکمه شي.

د روسیې د ولسمشر ویاند د جمعې په ورځ وویل چې د ماسکو د اف اس بي امنیتي سازمان چارواکي د امریکا د اف بي آی د چارواکو سره په خبرو بوخت دي خو نور جزیات یې په دې هکله ورنکړل. یواځي یې دومره وویل چې سنوډن به امریکايي چارواکو ته ونه سپارل شي.

۳۰ کلن سنوډن د ماسکو په یوه هوايي ډګر کې د یوې میاشتې راهیسې بند پاته دی او په دې هڅه کې دی چې کوم هیواد ورته سیاسي پناه ورکړي ترڅو په امریکا کې د محاکمې څخه ځان بچ کړي. هغه ځکه په ماسکو کې بند پاته دی چې امریکا یې پاسپورټ لغوه کړی او پرته له پاسپورټ څخه هغه سفر نشي کولای.

سنوډن د روسیې څخه د موقتې سیاسي پناه غوښتنه کړې ده خو وايي چې هغه بالاخره غواړي چې لاتینې امریکا ته ولاړ سي. ددغه سیمې ځینو چپي حکومتونو لکه ونزویلا، بولیویا او نیاکاراګوا هغه ته د سیاسي پناه ورکولو وړاندیزونه کړي دي.

د چارشنبې په ورځ زیات شمیر خبري سرچنیو ریپوټونه خپاره کړل چې سنوډن ته به موقت اسناد ورکړل شي چې په لړ کې به یې هغه وشي کړای چې د هوايي ډګر څخه دباندي ووځي خو د هغه روسي وکیل وویل چې د هغه پر قضیې باندي غور د هغه څه نه چې تمه یې کېدله زیات وخت نیسي او باید نوموړی د غور تر بشپړیدو پوري په هوايي ډګر کې پاته سي.

سنوډن تیره میاشت د امریکا د حکومت ځیني سري د څار پروګرامونه افشا کړل چې په کانګرس کې یې یو شمیر بحثونه راوپارول.
XS
SM
MD
LG