د لاس رسي وړ اتصالات

کارټر: روسیې زمونږ پر طرفدارو قواوو بمباري کړې


د امریکا ددفاع وزیر اش کارټر پر روسیې انتقاد کړی دی چې د سوریې په جنوب کې یې پر هغو قواوو بمباري کړې چې امریکا یې ملاتړ کوي. ښاغلي کارټر دغه اقدام ،،جنجالي،، بللی دی.

ښاغلي کارټر چې د خبریالانو سره یې پرون د جمعې په ورځ ددفاع په وزارت کې خبرې کولې ویې ویل چې پر هغو قواوو چې روسیې بمباري کړې، هغوي په اصل کې په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد مبارزه کوله.

ښاغلي کارټر وویل چې یا خو دا کار قصداْ شوی چې په هغه صورت کې دا کار د روسیې د اهدافو سره په ټکر کې دی چې وايي د اسلامي دولت پرضد مبارزه کوي او یاهم دا کار سهوا شوې چې په دې صورت کې بیا دا بیانوي چې دا سهوه د کمزورو استخباراتي معلوماتو په خاطر شوې ده.

ښاغلي کارټړ زیاته کړه چې د روسيې پوځ د اړیکو د هغه مستقیم لاین څخه موثره ګټه نه ده پورته کړې چې هدف یې د امریکا او روسیې د پوځیانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت دی ترڅو د هوايي عملیاتو پرمهال سهوا یو بل په نښه نکړي.

د امریکا یو جګپوړي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کړي، ویلي یې دي چې روسیې په هغه سیمه کې چې د امریکا په ملاتړ یاغیان کښي په نښه شوي دي، تر یو مودې پوري حضور نه دلودی او بیا یو دم یې الوتکې راپیدا شوې او بمباري یې وکړه. دغه پیښه د التنف په سیمه کې شوې چې د سوریي، عراق او اوردن ترمنځ ګډه سرحدي سیمه ده. نوموړي امریکايي چارواکي زیاته کړه چې که چیري داسې وي نو دا د روسیې د نیت په هکله جدي اندېښنې راپاروي.

نوموړي وویل چې مونږ به د روسیې څخه په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه وکړو او دا به یقیني کړو چې دا کار بیا تکرار نشي.

امریکا په سوریې کې د روسیې پر تاکتیکونو او اوپراتیفي فعالیتونو باندې څو واري نیوکه کړې او په هغه هیواد کې یې د روسیې د ځواکونو سره یوځای کار کول رد کړي دي. امریکايي چارواکي په دې باور دي چې روسیه هڅه کوي چې د بشارلاسد رژیم پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG