د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه امریکا په دروغ ویلو تورنه کړه


امریکا او ناټو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بیا اندېښنه ښودلې ده
امریکا او ناټو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بیا اندېښنه ښودلې ده

سوریې او روسیې په ګډه د کیمیاوي وسلو د کارولو په مسلې کې امریکا د دروغو په ویلوتورنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت معین سرګي ریابکوف د روسیې انټرفاکس خبري آژانس ته ویلي دي هر کله چې د سولې لپاره کوښښونه زیاتیږي، امریکا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه "جعلي او ناتائید شویو خبرونو" ته لمن وهي.

امریکا، فرانسې، جرمني او ترکیې د یو شمیر نورو هېوادونو په شمول تازه د کیمیاوي وسلو د کارولو پر ضد د یو نړیوال مشارکت اعلان وکړ. دغو هېوادونو ژمنه وکړه چې د کیمیاوي وسلو سره د مبارزې په خاطر له یو بل سره معلومات شریکوي.

امریکا او ناټو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله اندېښنه ښودلې او د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د ملاتړ په خاطر یې پر روسیې نیوکه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن په پاریس کې یوې غونډې ته وویل چې "له هغه وخته چې روسیې په سوریې کې دخیله شوې ده، هر چا چې بریدونه کړي وي، بلاخره روسیه په ختیځې غوطا او په کیمیاوي وسلو په نورو بې حسابو هدفونو کې د قربانیانو مسؤلیت پر غاړه لري."

ښاغلی ټیلرسن وایې چې ممکن د سوریې حکومت بیا د خپلو خلکو پر ضد کیمیاوي وسلې وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې، جرمني، ترکیې او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د کارولو د معافیت پر ضد د یو نړیوال پیوستون اعلان وکړ. دغو هېوادونو د یوه سیاسي توافق پر بنسټ ژمنه وکړه چې د کیمیاوي وسلو د کارولو سره د مبارزې په خاطر له یو بل سره معلومات شریکوي.

د عفرین شدیده جګړه

د سوریې په شمال ختیځ کې د کردي ملیشو تر واک لاندې سیمو کې د ترکیې د قواوو پوځي عملیات شدید شوي دي.

د کردي ملیشو چې امریکا یې ملاتړ کوي او ترکي پوځيانو ترمنځ نښته د هرې ورځې په تېرېدو پراخیږي.

امریکايي چارواکي وایې چې د جګړې له دواړو غاړو سره په تماس کې دي. ټېلرسن وایې چې دوي به په سیمې کې د ترکیې امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي خو هغه ټینګار کوي چې "دواړو غاړې زغم وښیي."

د اروپايي ټولنې جګپوړې ديپلوماتې فدریکا موګیرني هم له ټولو خواوو څخه غوښتي دي چې ملکي خلکو ته د مرستو رسول یقیني کړي. میرمن موګیرني وایې چې روانې شخړې به د سوریې کړکیچ ته د یوې سوله ایزې حل لارې موندل ستونزمن کړي.

ترکي چارواکي وایې چې دوي به تر هغه په عفرین کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي څو چې د ترکیې او سوريې په سرحد کې امنیت تامین شوي نه وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایې چې د عفرین د روانې جګړې په اړه یې د امریکا په شمول له ټولو غاړو سره خبرې کړي دي. ښاغلي اردوغان وویل:"موږ له امریکایانو سره هم خبرې کړي دي خو موږ په یو شي کې هغوي ته قناعت ورنکړای شو. هغه څه و؟ موږ هغوي ته وویل: " تاسې ولي د اسلامي دولت ترهګره ډله د یوه بل ترهګر سازمان له خوا ماتوئ."

روسیه او سوریه د کیمیاوي وسلو په اړه امریکا په دروغ ویلو تورنه کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

XS
SM
MD
LG