د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي روسیه نړیوال اصول نه مراعاتوي


عکس د اکتوبر ۳/۲۰۱۵ دی. روسي عسکر په سو۳۴ هیلی کوپتر کې سټلایت لارښود توغندې نښلوي.
عکس د اکتوبر ۳/۲۰۱۵ دی. روسي عسکر په سو۳۴ هیلی کوپتر کې سټلایت لارښود توغندې نښلوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اش کارتر د (شنبې په ورځ نومبر ۷) روسیه پدې ملامته کړه چې د نړۍ نظام ته ګواښ پیښوي او په اوکراین کې یي د روسیې د تیري یادونه هم وکړه.

ښاغلي کارتر وویل روسیه د اتومي وسلو په اړه غیرمسولانه خبرې کوي او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د داسی نوو لارو چارو په لټه کې دی چی د روسیې د بی باکه چلند مخنوی وکړي او خپل متحدین خوندي کړي.

اسیا ته د خپل اته ورځني سفر وروسته، د رونالد ریګن په کتابتون کی د وینا په ترڅ کی کارتر د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او نظامي قوت زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه، خو سخت ټکي یی د روسیی په اړوند مطرح کړل او وی ویل داسی څرګندیږي چی روسیه غواړي د نړیوالی ټولنی د اصولو د ماتولو نقش ولوبوي.

کارتر وویل روسیه په سمندر، هوا، فضا او انټرنټي جهان کی پارونکي فعالیتونه کوي او د ټولو نه زیاته د اندیښنی خبره د مسکو د اتومي تجهیزاتو نمایش ورکول و چی د ستراتیژیکه ثبات اړوند د روسیی د مشرانو د تعهد په اړه یی داسی پوښتنی رامنځ ته کړی چی، ایا دوئ د اتومي وسلو د نه استعمال نورمونه مراعاتوي که نه، او یا دوئ د اتومي وسلو د نندارو عمل ته یی په کتو هغه جدي پاملرنه لري چی د اتومي وسلو پدی دوران کی نورو مشرانو کړې.

دا د متحده ایالاتو د سړی جګړې د سیال په وړاندی د امریکا د دفاع وزیر اش کارترترټولو سخته ژبه کارول ګڼل شوي.

د روسیی د دفاع وزارت د جمعی په ورځ یوه ویدیو خپره کړه چی ښيي یوه سو-۳۴ ډوله جنګي جټ الوتکه یی پرواز کوي، بم ګوزاري او بیا بیرته په سوریه کی د هیمیم هوایي اډې ته ستنیږي.

بل لورته، د سوریی د بشري حقونو د څار یوی ډلی د (یکشنبې نومبر۸) خبر ورکړ چې د دمشق بهر د اربیل په څڼډو کې د روسیې په هوایي بمباریو کې لږترلږه ۲۳ سوري ملکي خلک وژل شوي دي.

روسیې د اکتوبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په سوریه کې د ټاکنو لپاره خپله همکاري څرګنده کړه او وی ویل دوئ دیته اماده دي چې د لویدیځ ترملاتړ لاندې وسله والو یاغي لښکرو سره کمک وکړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG