د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په اوو چارواکو بندیزونه ولګول


د چین په چارواکو بندیزونه په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ د ځپلو په خاطر لګیدلي.
د چین په چارواکو بندیزونه په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ د ځپلو په خاطر لګیدلي.

د امریکا متحده ایالاتو په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ د ځپلو له کبله د چین په اوو چارواکو بندیزونه ولګول او امریکایي شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی که په هانګ کانګ کې کاروبار وکړي، د حقوقي چلند او اعتبار د خرابیدو د خطر سره مخ کیدی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي خبریالانو ته وویل چې په هانګ کانګ کې د وضعیت خرابیدل ادامه لري او زیاته یې کړه "هغه خطرونه چې د چین په اصلي خاورې کې وو، اوس په زیاته اندازه په هانګ کانګ کې هم موجود دي".

دغه کسان چې امریکا پرې بندیزونه لګولي پدې تورن دی چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هانګ کانګ د خپلواکۍ قانون مات کړی. دغه کسان په هانګ کانګ کې د چین د ارتباط د دفتر سره کار کوي او د چین ګټې خوندي کوي. د هغوي شتمني به کنګل کیږي او نورې جریمې به هم پرې لګول کیږي.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د چین په هکله خپله پالیسي په هر اړخیزه توګه د سره ارزیابي کوي. د امریکا حکومت وار د مخه په هغو چارواکو او کاروبارونو بندیزونه لګولي چې اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په ګډون د بشري حقونو په سرغړاونو کې لاس لري.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیان په یو خبري کنفرانس کې وویل چې چین به د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې "ځواکمن" ځواب ورکړي. " خو نور جزیات یې ورنکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ویلي چې د "چین خلق جمهوریت باید بشري حقونه او آزادۍ ونه ځپي. "ښاغلي بلینکن ویلي چې په چین دا بندیزونه او په هانګ کانګ کې امریکایي شرکتونو ته د کاروبار په هکله خبرداری د بهرنیو چارو، خزانې، کورني امنیت او سوداګرۍ وزارت لخوا په ګډه شوی.

ښاغلي بلینکن ویلي دا اقدام ښیي چې "امریکا به د هانګ هانګ په ملاتړ غږ پورته کولو ته ادامه ورکړي او د چین د استبدادي کړونو او تشو وعدو حساب کتاب به ترویجوي. "

XS
SM
MD
LG