د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هانګ کانګ او چین په جګپوړو چارواکو بندیزونه ولګول


امریکا پدې کسانو تور لګولی چې په هانک کانګ د سیاسي آزادۍ مخه نیسي.
امریکا پدې کسانو تور لګولی چې په هانک کانګ د سیاسي آزادۍ مخه نیسي.

د امریکا حکومت د هانګ کانګ په اجرائیوې مشرې کیري لام او د چین د اړیکو د دفتر په مشر لیو هیون انګ او د حکومت په یو شمیر پخوانیو او اوسنیو چارواکو بندیزونه لګولي.

واشنګټن دا کسان په هانګ کانګ کې د سیاسي آزادیو په مهارولو تورنوي.

د بندیزونو له مخې د دې کسانو شتمني د امریکا په متحده ایالاتو کې کنګل کیږي، او هغوي اجازه نلري چې په امریکا کې راکړه ورکړه وکړي او امریکایان هم د هغوۍ سره د راکړې ورکړې اجازه نلري.

په همدې حال کې په هانګ کانګ کې د چین د اړیکو د دفتر مشر د واشنګټن بندیزونه "ملنډې" بللې او وایې چې پدې بندیزونو د چین ولس نه ویریږي.

د هانګ کانګ حکومت هم دا بندیزونه "شرمناک ، د کرکې وړ" بللي او هغه یې د چین په کورنیو موضوعاتو کې ښکاره او ناوړه لاسوهنه بللې.

د حکومت یو ویاند ویلي چې د امریکا پدې بندیزونو به ونه ګواښل شي.

د هانګ کانګ په هکله د چین او لویدیځې نړۍ اړیکې وروسته تر هغې ترینګلې شوې چې چین په هانګ کانګ کې د ملي امنیت لپاره سخت قوانین وضع کړل. امریکا وایي دا قوانین د هانګ هانګ نیمه خپلواکۍ ته تاوان رسوي او هغه افراد او ادارې سانسور کولو ته مجبوري چې د چین سره یې جوړه نه وي.

XS
SM
MD
LG