متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ (اکتوبر ۹) پر نړیوالې جنايي محکمې باندې له دې کبله بندیزونه ولګول چې د هغو هېوادونو د چارواکو پر ضد یې اقدامات کړي چې د دې محکمې قضايي صلاحیت یې نه دی منلی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې نړیواله جنايي محکمه امریکايان تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.
هغه زیاته کړه: «له همدې امله متحده ایالتونه نن پر نړیوالې جنايي محکمې بندیزونه لګوي. موږ به له دې سرغړوونکې محکمې سره هر ډول راکړه ورکړه منع کړو، د هغې سرچینې به پرې کړو او د فعالیت وړتیا به یې فلج کړو.»
واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې له دې محکمې سره مخالفت لري او تر دې مخکې یې هم د هغوي پر څارنوالانو او قاضیانو بندیزونه لګولي وو. خو د نن ورځې اقدام تر پخوا ډېر پراخ دی او ښايي هغه شرکتونه هم په نښه کړي چې دغې محکمې ته خدمات وړاندې کوي.
ښاغلي روبیو په اعلامیه کې ویلي چې متحده ایالتونو د بندیزونو په لګولو کې ځنډ کړی و، په دې هیله چې نړیواله جزايي محکمه او غړي هېوادونه یې د واشنګټن اندېښنو ته پاملرنه وکړي، خو دا کار ونه شو.
د امریکا بندیزونه عموماً په دغه هېواد کې مېشت ټول شرکتونه له هغې ادارې سره له همکارۍ څخه منع کوي چې بندیز پرې لګېدلی دی. دا اقدام بانکونه اړ باسي چې د یادې ادارې اړوند حسابونه وتړي، د بیمې شرکتونه خپل خدمات پای ته ورسوي او د سافټویر شرکتونه خپلې همکارۍ ودروي.
تر دې مخکې، متحده ایالتونو د روان کال د اګست په ۱۸مه، د نړیوالې جنايي محکمې پر رئیسې توموکو آکانه، چې د جاپان تبعه ده، او د دې محکمې پر لوړپوړی حقوقي سلاکار عبدالله سیه، چې د سینیګال تبعه دی، د امریکا د ۱۴۲۰۳ نمبر اجرائیوي فرمان له مخې بندیزونه لګولي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې دغو دوو کسانو په مستقیم ډول د نړیوالې جنايي محکمې په هغو هڅو کې برخه لرله کوم چې د هغو هېوادونو د چارواکو د څېړنې، نیولو، بندي کولو یا تعقیب لپاره ترسره کېدې چې حکومتونو یې د دې محکمې صلاحیت نه و منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نړیوالې جنايي محکمې څو ځله هڅه کړې ده چې خپل صلاحیت پر امریکايي وګړو او د هغو نورو هېوادونو پر اتباعو هم تطبیق کړي چې د روم اساسنامه یې نه ده تصویب کړې او د محکمې صلاحیت یې نه دی منلی.
روبیو په خپل بیان کې نړیواله جنايي محکمه «فاسده او تر ډیرې کچې سیاسي شوې محکمه» بللې او ویلي یې دي چې دې محکمې له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخیستې او له خپل ماموریت څخه اوښتې ده. هغه ټینګار کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به د هېوادونو د حاکمیت پر ضد د دې محکمې اقدامات ونه زغمي.
فورم \ دبحث خونه