د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په ډرون جوړونکو شرکتونو بندیزونه ولګول


ایران منلې چې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړې خو روسیه بیا وایي د دې الوتکو څخه یې په اوکراین کې د جګړې لپاره کار ندی اخیستی.
ایران منلې چې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړې خو روسیه بیا وایي د دې الوتکو څخه یې په اوکراین کې د جګړې لپاره کار ندی اخیستی.

متحده ایالاتو جمعه جنوري ۶ (مرغومي۱۶) د ایران په یو شمیر شرکتونو بندیزونه ولګول چې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې جوړوي او واشنګټن وایي روسیه د همدې الوتکو څخه په اوکراین کې په جګړې کې په ملکي زیربناوو د بریدونو لپاره کار اخلي.

روسیه د تیر کال اکټوبر د میاشتې راپدیخوا په اوکراین کې په ملکي زیربناوو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کوي چې له وجې یې پدې هیواد د ژمې په موسم کې په خلکو برښنا پرې شوې.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې بندیزونه د ایران د قدس هوایي صنعت په شپږو اجرائیوي مشرانو او بورډ غړیو باندې لګول شوي چې په ایران کې د وړو الوتکو د ډیزان او تولید د فابریکې په نامه هم پیژندل کیږي.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د قدس هوایي صنعت چې د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د متحده ایالاتو لخوا پرې بندیزونه لګیدلي، په ایران کې د دفاعي تجهیزاتو یو مهم جوړوونکی شرکت دی چې پدې هیواد کې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې تولیدوي او ډیزان کوي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یالین په اعلامیې کې ویلي، " مونږ به د ټولو هغو امکاناتو څخه کار اخیستو ته دوام ورکړو چې زمونږ په واک کې دي تر څو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته د هغو وسلو د ورکړې مخه ونیسو چې په اوکراین کې د بې موجبه او وحشې جګړې کې ترې کار اخلي".

په ملګرو ملتونو کې د ایران سیاسي استازولۍ او په واشنګټن کې د روسیې سفارت تر اوسه د دې موضوع په هکله تبصره نده کړې.

سره لدې چې ایران په لومړي سر کې نه منلې چې ګواکې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړي چې په اوکراین کې په جګړې کې یې وکاروي خو دې هیواد وروسته ومنله چې مسکو ته یې دا الوتکې په اوکراین د یرغل څخه وړاندې ورکړيدي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره تیر کال د نومبر په میاشت کې تائید کړه چې هیواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د میاشتو راهیسې مسکو ته د وسلو د لیږد په اړه ناڅرګند پیغامونه ورکول.

راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربیره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.

امیر عبداللهیان په تهران کې خبریالانو ته وویل:" موږ د اوکراین له جګړې څو میاشتې مخکې، روسیې ته په محدوده اندازه ډرونونه ورکړي وو."

په داسې حال کې چې عبداللهیان روسیې ته د ډرون الوتکو ورکړه تائید کړه، خو نوموړي وویل تهران په اوکراین کې ددغو الوتکو له کارولو خبر نه وو. هغه وویل ایران د جګړې ختمیدو ته ژمن دی.

مسکو هم دا نه مني چې په د اوکراین په جګړې کې یې د ایرانې ډرون الوتکو څخه کار اخیستی.

XS
SM
MD
LG