د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د مخابراتو په وزیر بندیز ولگاوه


د امریکا متحده ایالاتو د ایران په دولتي مقاماتو باندې د فشار راوړلو په یو نوي اقدام کې دا ځل ددې هیواد د مخابراتو په وزیر باندې بندیز ولگاوه.

په محمد جواد آذري جهرمي باندې دغه بندیز د جمعې په ورځ نومبر ٢٢ د امریکا د مالیې وزارت په ویب پاڼه کې اعلان شو.

دغه اقدام د ایران د دولت له خوا د انټرنیټ د قطع کولو وروسته د ایران په مخابراتي او اطلاعاتي سیستم باندې د امریکا یو ډول فشار گڼل شوی دی.

د ایران حکومت ددې هیواد په مختلفو ښارونو کې د اعتراضونو د پراخیدو د مخنیوي په خاطر انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی قطع کړی دی.

که څه هم چې پدې وروستیو ورځو کې ویل شوي چې په ځینو ښارونو کې یو شمیر خلک بیرته له انټرنیټ سره وصول شوي، خو د رپوټونو له مخې تر اوسه په ټول ایران کې انټرنیټ ندی وصل شوی.

خو ددې اقدام سره سره اعتراض کوونکي توانیدلي چې د ایران د مختلفو سیمو څخه د مظاهرو جریان په انټرنیټ کې خپور کړي.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې د ایران د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي د "انټرنیټ په پراخ سانسور" کې لاس درلودلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې نژدې یوې اونۍ په ترڅ کې د ایران په ټولو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو له لورې څه دپاسه ١٠٠ مظاهره کوونکي وژل شوي او څه دپاسه زر تنه بندیان شوي دي.

د ایران حکومت دغه شمیرې ندي تائید کړي.

XS
SM
MD
LG