د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د القاعدې بیا ژوندۍ کیدل احتمال نلري


د متحده ایالاتو تازه استخباراتي ارزیابي څرګندوي چې د القاعده شبکه په عملي توګه له پښو لویدلې او د دې توان نلري چې د دې هیواد په خاورې بریدونه وکړي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز مشر کریسټي ابیزید دوشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۰) په متحده ایالاتو د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزونو بریدونو دوه ویشتمې کالیزې په مناسبت په اعلامیې کې ویلي چې القاعده شبکه "پخپل تاریخي مرکز افغانستان او پاکستان کې شتون لري خو بیرته ژوندۍ کیدل یې احتمال نلري."

ښاغلي ابیزید په اعلامیې کې دا هم ویلي چې د القاعده شبکې د "هدف لاسرسی، د مشرتابه وړتیا، ګروپي یو ځای کیدنې، د ټیټ رتبه او لوړ رتبه تعهد او په سیمه ایز چاپیریال کې د راټولیدو" وړتیا د لاسه ورکړې او دا یې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د متحده ایالاتو او متحدینو د مبارزې نتیجه یاده کړه.

د دې ارزیابۍ څخه وړاندې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د ترهګرۍ سره د مبارزې همغږي کوونکي هم ویلي و چې په متحده ایالاتو د هغه شان بریدونو تصور نشي کیدی لکه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مې نیټې چې وشول.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د همدې تیرې جون په میاشت کې امریکا غږ ته ویلي و چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو سربیره القاعده پدې نده توانیدلې چې بیرته ځان قوي کړي.

دې چاوراکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و، "په ساده توګه القاعده ونشو کړی د خپل حضور اساس د سره کښیږدي".

خو داسي راپورونه هم شته چې په افغانستان کې د القاعده حضور هغومره کمزوری نه بولي لکه څومره چې امریکایي چارواکي یې کوي.

د بیلګې په توګه ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای په میاشت کې د څو هیوادونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په یو راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده شبکې د پټیدو په مرکز بدل شوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیتې د ارزونې او څارنې ډلې په راپور کې ویل شوي و چې په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ لوړپوړې چارواکي او ۴۰۰ پورې نور وسله وال شتون لري، چې د دغې ډلې د کورنیو د غړو او ملاتړو شمیر یې په مجموعي ډول ۲۰۰۰ ته رسیږي.

امنیت شورا په دې راپور کې ویلي، چې القاعده په افغانستان کې اکثره وخت په پټ ډول فعالیت کوي ترڅو دا وښيي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او د تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې همداسې نږدې پاتې شوي دي".

په دې راپور کې ویل شوي، چې د القاعدې غړي د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ د قانون د اجرا کوونکو دولتي ادارو کې نفوذ کوي او د القاعدې د هستې امنیت چې په ټول هیواد کې خواره واره دي ټینګوي.

په راپور کې دا خبردرای هم ورکړل شوی و چې القاعده شبکې د افغانستان په لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې د روزنې کمپونه ایجاد کړي او په څلورو نورو کې یې د پټیدو خوندي مرکزونه جوړ کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې القاعدې ډله افغانستان کې نشته او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد په خلاف وکاروي.

په عین حال کې د امریکا جګپوړو چارواکو بیا د ملګرو ملتونو دا راپور "له وخته تیر" بللی و او پدې یې ټینګار کړی چې د متحده ایالات نظامي او استخباراتي ادارې مناسبې وړتیاوې لري چې د القاعده شبکې بیرته ژوندۍ کیدو مخه ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG