د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسینټ وايي، اروپايي ټولنې په رسمي ډول د ایران د حکومت پر ضد د امریکا له د "اقتصادي" انزوا عملیاتو سره یوځای شوې ده.
بېسینټ د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۳مه وویل چې واشنګټن د خپلو متحدینو ترڅنګ هڅه کوي څو ایران له نړیوال مالي نظام څخه د اټومي وسلو د پروګرامونو او دخپلو نیابتي ډلو د تمویل لپاره له استفادې منع کړي.
هغه د اروپايي ټولنې د "قاطع او چټک" دریځ هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ایران پاتې مالي لارې به تر هغه پورې تړل کېږي چې د دغه هېواد د حکومت ټولې مالي سرچینې پرې شوې نه وي.
د امریکا د مالیې وزیر زیاته کړه چې د "اقتصادي انزوا" عملیات تېره میاشت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پیل شول او له ایران سره پر اقتصادي تعامل کوونکو ادارو او هېوادونو یې د امریکا د بندیزونو لمن پراخه کړې ده.
سکاټ بیسنټ د دې عملیاتو پیل کیدو په هکله په خبري کنفرانس کې وویل چې دا عملیات د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونې پیل شوي او دا یې د ایران د اسلامي جهوریت او هغوي چې لدې هیواد سره مرسته کوي، "بې ساری کمپاین" وباله.
د مالیې وزیر وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.
د مالیې وزیر وویل، هغوي چې له متحده ایالاتو سره دریږي، د دې همکارۍ له ثمرې به ګټه واخلي او هغوي چې ځانونه د ایران له رژیم سره تړي، د یوه "کمزورې کیدونکي" رژیم سره په انزوا کې د ګډیدو هیله دې ولري.
د مالیې وزیر د کوم ځانګړي هیواد یا ادارې نوم وانخیست خو خبرداری یې ورکړی چې " هغه اداره چې د ایران په استازیتوب پیسو وینځلو کې مرسته وکړي، د متحده ایالاتو د ډالر سیستم څخه به وایستل شي، وخت همدا اوس پیل شو".
په بندیزونو کې د ایران هغه شتمۍ چې ددې هیواد لپاره تر ټولو ډیر ارزښت لري او په نورو هیوادونو کې ترې کار اخلي. ډیجیټل شتمنۍ، ټکنالوژي، سره زر، هوایي چلند او د کښتیو کاروبار هغه څه دي چې د تازه بندیزونو هدف ګرځول شوي.
فورم \ دبحث خونه