د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د ایران اتومي خبرې ښې ندې روانې


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان وایي د ایران د اتومي تړون په هکله خبرې په سمه توګه ندې روانې او متحده ایالاتو تر اوسه د دې تړون سره د بیرته یو ځای کیدو لار نده موندلې.

ښاغلي سلیوان چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران د اتومي تړون په هکله د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران د استازو تر منځ د خبرو اترو په هکله په یوې آنلاین غونډې کې خبرې کولې، وویل چې د اروپایي هیوادونو د مرکچیانو د لارې یې ایران ته د اتومي پروګرام د مخکې تګ په هکله د متحده ایالاتو د "خبرداري" پیغام هم ور رسولی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار پداسې حال کې پدې خبرو کې د نه پرمختګ خبرې کوي چې اروپایي دپلوماتانو هم ایران ته خبرداری ورکړی چې ډیر ژر داسې مرحلې ته د رسیدو په حال کې دې چې نور پرمختګ پکې نشي کیدی.

بریتانیې، فرانسې او جرمني د خبرو په هکله په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې په "تیرو ۲۴ ساعتونو کې په خبرو کې یو څه تخنیکي پرمختګ شوی خو پدې پرمختګ سره خبرې هغه مرحلې ته رسیدلي چې د همدې کال د جون په میاشت کې وې".

په اعلامیې کې ویل شوي ، "مونږ په چټکۍ سره په خبرو کې د لارې پای ته رسیږو."

متحده ایالات پدې خبرو کې په مستقیمه توګه برخه نلري. د خبرو هدف د ایران په اتومي موافقې کې چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې، بیرته د ایران او امریکا ورګډول دي.

دا خبرې په ایران کې د سخت دریز جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د ټاکل کیدو سره سم څه باندې ۵ میاشتې کیدې چې ځنډیدلې وې او تازه تیره میاشت (نومبر) په پای کې پیل شوې.

ایران تازه پدې خبرو کې د وقفې غوښتنه کړې.

د اروپایي هیوادونو غټه اندیښنه دا ده چې ایران ښایي ډیر ژر پخپل اتومي پروګرام کې دومره ډیر پرمختګ کړی وي چې دغه تړون به نور بې ګټې وي.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې په اتومي موافقې کې ژمنه کړې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدودوي او یوارنیم به په لوړه کچه نه غنې کوي.

خو کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه د دې تړون نه خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول، ایران نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم ډیره کړله.

XS
SM
MD
LG