د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: هایټي ته عسکر نه استوو خو د ولسمشر د قتل په اړه څیړنو کې همکاري کوو


په هایټي کې پولیس وایي د جمهور رئیس د قتل په تور یې ګڼ شمیر مشکوک کسان نیولي دي.
په هایټي کې پولیس وایي د جمهور رئیس د قتل په تور یې ګڼ شمیر مشکوک کسان نیولي دي.

په هایټي کې د جمهور رئیس جوینل مویز د ترور نه وروسته ددې هیواد چارواکو د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو څخه د عسکرو د استولو غوښتنه کړې.

د راپورونو له مخې د هایټي موقتي صدراعظم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن سره د چارشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د دغو عسکرو د استولو غوښتنه کړې چې پدې هیواد کې د زیربناوو امنیت وساتي.

خو ویل کیږي چې امریکا هایټي ته د عسکرو د لیږلو پلان نلري خو د جمهور رئیس د قتل په قضیه کې په تحقیقاتو کې یې په سمدستي همکارۍ وړاندیز کړی.

د هایټي موقتي صدراعظم د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا سره هم خبرې کړي او د عسکرو د استولو غوښتنه یې ترې کړي.

د انتخاباتو وزیر کلاډ جوسیف د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "مونږ ګمان کاوه بندرونه، هوایي ډګرونه او د بریښنا په زیربناوو" ښایي بریدونه وشي.

د فرانس پریس خبري اژانس هایټي ته د ملګرو ملتونو د عسکرو د استولو په هکله پوښتلې خو تر اوسه یې ځواب ندی تر لاسه کړی . بل پلو د رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومت د یو جګپوړي چارواکي له قوله ویلي چې د امریکا متحده ایالات "اوس مهال"هایټي ته د نظامي مرستو هیڅ کوم پلان نلري.

په همدې حال کې د بایډن حکومت ویلي چې د هایټي د چارواکو په غوښتنې دې هیواد ته د فدرالي تحقیقاتو د ادارې او د کورني امنیت د وزارت جګپوړي ماموران هغه هیواد ته استوي چې د جمهور رئیس جوینل مویز د قتل په قضیه کې په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

وسله والو د هایټي جمهور رئیس د تېرې چارشنبې په ورځ د هغه په شخصي کور کې وواژه. په هایټي کې پولیس وایي د جمهور رئیس په قتل کې ۲۸ کسانو لاس درلود چې د کولمبیا او امریکا اوسیدونکي دي خو زیاتوي چې لا هم د ترور په تنظیم کوونکو پسې ګرځي.

په همدې حال کې په کولمبیا کې پولیسو ویلي ګمان کیږي چې د دې هیواد ۱۳ پخوانيو سرتیرو به پدې برید کې لاس درلود.

پولیسو په هایټي کې ۱۷ مشکوک کسان نیولي چې ۲ یې امریکایان دي. درې مشکوک کسان وژل شوي او پنځه یې لا هم بې درکه دي.

XS
SM
MD
LG