د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په کابل کې د ډرون برید له کبله هیڅ امریکایي سرتیری نه مجازات کیږي


د ډرون پدې برید کې د یوې افغانې کورنۍ لس غړي ووژل شول.
د ډرون پدې برید کې د یوې افغانې کورنۍ لس غړي ووژل شول.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن وایي په کابل کې د هغه برید په هکله هیڅ یو امریکایي سرتیري ته سزا نه ورکول کیږي چې د ۷ ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ ملکیان وژل شوي و.

ښاغلي آسټن دا پریکړه د دوو جګپوړو امریکایي نظامي چارواکو د سلا مشورو په بنسټ کړې.

د پنټاګان ویاند جان کربي د لیوډ آسټن د پریکړې نه وروسته وویل چې د نظامي جنرالانو وړاندیزونه منل شوي او د حساب کتاب د نورو اقداماتو غوښتنه نده شوې.

هغه وویل، "په شخصي توګه د محاسبې کولو لپاره کومه قوي قضیه نه وه."

دا برید د اګست د میاشتې په ۲۹ په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه تقریباً دوه اوونۍ وروسته وشو چې د کابل په هوایي ډګر کې د داعش ډلې په برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون څه باندې ۱۰۰ عام افغانان ووژل شول.

د برید نه وروسته د امریکایي ځواکونو عمومي مفتش ډګر جنرال سمیع سید د برید په هکله په لومړني راپور کې دا یوه "خواشینوونکې خو ریښتینې سهوه" وبلله.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنیت مکینزي او د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ قوماندان جنرال رچارډ کلارک د جنرال سید د راپور څخه په ګټې اخیستو د دې ډرون برید په هکله د راتلونکو اقداماتو او طرزالعملونو په هکله وړاندیزونه سپارلي.
د دې جګپوړو امریکایي نظامي جنرالانو په وړاندیزونو کې هیچا ته د سزا ورکولو غوښتنه نده شوې.

د پنټاګان ویاند زیاته کړه "هغه څه چې مونږ ولیدل په پروسې، د پیښو په طرزالعملونو او اجرا کې انشعاب و او د کمزورې رهبرۍ او ناسمې کړنې نتیجه نه وه.

دا برید د افغانستان نه د خطر سره مخامخ افغانانو د تخلیې د بهیر په وروستیو شپو ورځو کې وشو.

امریکایي چارواکو د برید نه وروسته وویل چې د کابل په هوایي ډګر کې د تخلیې په بهیر د اسلامي دولت یا داعش ډلې د احتمالي برید په هکله ورته استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو او د ډرون الوتکې لخوا یې په یو موټر توغندی وار کړ چې ګمان کیده چاودیدونکي مواد پکې بار دي.

خو په حقیقت کې برید په یوې کورنۍ شوی و چې په افغانستان کې یې د امریکا د یوې خیریه مؤسسې لپاره کار کوه. برید د زمري احمدي په کور شوی و چې د امریکا د تغذیې او پوهنې د نړیوالې ادارې یا Nutrition and Education International لپاره یې کاوه. په برید کې ښاغلی زمری او د کورنۍ ۹ نور غړي ووژل شول.

د دې خیریه مؤسسې باني او مشر سټیف کوون تیره میاشت د برید په هکله د پنټاګان څیړنې "په ژوره توګه خواشینوونکې او نیمګړې" وبللې.

سره لدې چې د امریکا د دفاع وزرات دې کورنۍ ته د تاوان ورکولو او د افغانستان څخه د دې خیریه مؤسسې د افغان کار کونکو د کورنیو د ایستلو ژمنه کړې خو چارواکي وایي چې دا کار لا شوی ندی او معلومه نده چې آیا د ایستلو لپآره به شرایط پوره کاندي که نه.

XS
SM
MD
LG