د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: هیڅ داسې نښې نه وینو چې ایران د میرمنو سره رویه بهتره کړې


سره لدې چې داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د اخلاقي امنیت پولیس لغو کړي خو متحده ایالات وایي تر اوسه یې هیڅ داسې نښې ندي لیدلي چې ایران د میرمنو سره چال چلند بهتره کړی.

د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو په نتیجه کې د شاوخوا درې میاشتو اعتراضونو وروسته، د ایسنا رسمي خبري اژانس د خبر په اساس، د دغه هېواد لوی څارنوال جعفر منتظري د ګشت ارشاد د بندولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ګشت ارشاد "له هماغه ځای څخه چې دمخه تاسیس شوی و له هماغه ځایه تعطیل شو. "

خو فعالانو په دې اقدام بې باوري څرګنده کړه او ویلي یې دي، داسې ښکاري چې د منتظري څرګندونې پوښتنې ته یو سمدستي ځواب دی او د ګشت ارشاد پوليسو د بندولو رسمي اعلان ندی.

دامریکا د بهرنیو چاو وزیر انټوني بلنکین هم چې دوشنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ یوې غونډې پر مهال واشنګټن سره نږدې د مریلنډ په ایالت کې خبریالانو سره خبرې کولې، د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو د تړل کیدو یا نه تړل کیدو په هکله د ایراني چاراکو د وینا په غبرګون کې لومړی د مظاهره چیانو "فوق العاده" زړه ورتیا وستایله خو تر څنګ یې دا هم وویل لا واضح نده آیا ایران دا قوه تړلې که نه.

ښاغلي بلنیکن زیاته کړه، " معلومه نده چې هر څه کومې خوا ته روان دي خو مهمه خبره دا ده چې دا د ایراني ولس د ارمانونو پورې اړه لري. پدې پورې اړه لري چې آیا رژیم به دیته پام وکړي او که نه او یا دا چې عمل به پرې وکړي".

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې د "ځپلو هڅې، د تشدد څخه کار اخیستل، خلک پرمختګ ته نه پریښودل د قوت نه بلکې د کمزورۍ نښه ده".


د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي چې د ایراني چارواکو څرګندونې مبهمې دي او له همدې کبله متحده ایالات پرې تبصره نکوي.

ویاند زیاته کړه، " له بده مرغه هیڅ داسې څه مونږ ندي لیدلي چې وښیي د ایران رهبري د میرمنو او نجونو سره رویه بهتره کړې او یا یې په سوله ایزو مظاهره چیانو د تشدد څخه کار اخستل بند کړي وي".

متحده ایالاتو څو ځله د میرمنو د حقونو او د مظاهره چیانو د ځپلو د موضوع په هکله په ایران انتقادونه کړي.

د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس تیره میاشت وویل چې متحده ایالات احتمال لري پدې کار وکړي چې ایران د ملګرو ملتونو د میرمنو د حیثیت د کمیسیون څخه وباسي.

فعالان وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د ګشت ارشاد د پوليسو بندول بې معنا دي ځکه چې په ايران کې ښځو په پراخه کچه د حجاب اړوندو مقرراتو په برخه کې په مدني نافرمانيو لاس پورې کړی دی.





XS
SM
MD
LG