د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: امکان نلري د ایران سره اتومي تړون ژر پلی شي


سپینه ماڼۍ وایي د ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې اتومي موافقې د سره تطبیق کیدل غواړي خو هغه احتمال یې رد کړ چې په نږدې راتلونکې کې به ایران بیرته ددې تړون سره یو ځای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پنجشنبه اکټوبر ۱۳ (تلې۲۱) په خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ له شک پرته د ایران سره د اتومي موافقې بیا تطبیق کیدل غواړو خو په نږدې راتلونکې کې احتمال نشته چې مونږ به پدې موقف کې اوسو".

ښاغلي کربي وویل چې د متحده ایالاتو تمرکز د اوس لپاره پدې دی چې د هغه څه په خاطر د ایران رژیم مسؤل وبولي چې د "بې ګناه سیاسي مظاهره چیانو" سره یې کوي."

دې امریکایي چارواکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې جمهور رئیس جو بایډن ژمن دی چې پرې به نږدې ایران د اتومي وسلو وړتیا تر لاسه کاندي.

هغه وویل، "جمهور رئیس [جو بایډن] لا هم پدې ګمان دی چې د دې نتیجې د تر لاسه کولو لپاره دپلوماتیکه لاره تر ټولو غوره ده".

جان کربي پرته له دې چې نور جزیات ورکړي زیاته کړه چې ایراني چارواکو داسې "نامعقولې" غوښتنې کړي چې د هغه په قول ډیرې یې د دې موافقې سره هیڅ اړیکه نلري.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت وویل چې په موافقې کار روان دی او امکان شته چې پدې هکله هوکړه وشي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیمو د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

اروپایي اتحادیې د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د دې موافقې نهایي مسوده سپارلې خو واشنګټن، تهران او د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره په موافقې کې ځینې اختلافي ټکي لري.

XS
SM
MD
LG