د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په اوکراین د روسیې یرغل ښایي هر وخت پیښ شي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي متحده ایالات پدې باور دي چې په اوکراین ښایي د روسیې یرغل هر وخت پیښ شي.

جیک سولیوان د یکشنبې په ورځ فبروري ۶ (سلوغې ۱۷) د امریکا د NBC تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې روسیې په اوکراین د نظامي عملیاتو لپاره امکانات چمتو کړي او زیاته یې کړه چې "مونږ د ځواب ویلو لپاره په سخت کار اخته یو".

د سپینې ماڼۍ سلاکار په مرکې کې دا ونه ویل چې په اوکراین د روسیې د یرغل په مقابل کې به د متحده ایالاتو ځواب څه وي خو تر دې وړاندې امریکا او غربي هیوادونو ویلي وو چې په روسیې به سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي او امریکا وار د مخه اروپا ته اضافي سرتیري استولي دي.

ښاغلي سولیوان د فاکس نیوز سره په یوې جلا مرکې کې ویلي چې روسیه ښایي په څو اوونیو کې په اوکراین یرغل وکړي.

د امریکا د ملي امنیت دا جګپوړي چارواکي پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو ویلي مسکو په اوکراین د یرغل لپاره ۷۰ په سلو کې ځواکونه ځای پر ځای کړیدي.

سره لدې چې جیک سولیوان وویل متحده ایالات د روسیې د هر ډول اقدام ځواب ته چمتوالی لري خو زیاته یې کړه چې امریکا چمتو ده د ناټو او متحده ایالاتو د کړڼو په هکله د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د هغوي د امنیتي اندیښنو په هکله خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه،" پدې خبرو کې د توغندیو د څو سیستمونو ځای پر ځای کول، د نظامي تمریناتو په هکله شفافیت او د باور پیدا کیدو لپاره په ظرفیتونو کار کول دي چې د ناسمو اټکلونو مخه ونیول شي. "

تر دې وړاندې دوو امریکایي مقاماتو د نوم د نه ذکر کیدو په شرط ویلي وو داسې بریښي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین،‌ نیت لري چې په راتلونکو اونیو کې پر اوکراین برید وکړي. خو بیا هم دې مقاماتو ویلي چې یوې دپلوماتیکې حل لارې ته رسیدل لا هم ممکن دي.

دغو امریکایي مقاماتو د خپلې وړاندوینې د اساس لپاره څو موضوعګانې ذکر کړي دي. یوه له دغو موضوعګانو څخه د روسیې اټومي ستراتیژیکو ځواکونو تمرینونه دي، چې هر کال په مني کې کیږي، خو دا ځل ټاکل شوې چې د فبرورۍ له نیمایي څخه تر مارچ میاشتې پورې وشي.

XS
SM
MD
LG