د لاس رسي وړ اتصالات

ماټیس د افغانستان په هکله د خبرو لپاره هند ته تللی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جم ماټیس د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ٢٥) د هند پلازمینه نوې ډهلې ته ورسید او د هغه هیواد د صدراعظم نریندرا مودي په گډون جگپوړو چارواکو سره یې خبرې وکړې.

ښاغلی ماټیس هیله لري چې د هند سره په دفاعي چارو کې اړیکې لا غښتلې کړي.

د هند او امریکا تر منځ د اړیکو د غښتلې کولو یوه برخه ښایي افغانستان وي چې متحده ایالات د ١٦ کلونو راپدیخوا پکې د طالبانو سره په جگړې بوخت دي.

جمهور رئیس ترمپ په نوې ډهلې غږ کړی چې په افغانستان کې خپل نقش زیات کړي، داسې غوښتنه چې د نوې ډهلې مهم رقیب پاکستان یې په غوسه کړی.

ماټیس نوې ډهلې ته په سفر کې په افغانستان کې د هند با ارزښته تاریخي همکاري وستایله او وې ویل چې په افغانستان کې د هند پراخه نقش ته باید د خطر په سترگه ونه کتل شي.

ښاغلي ماټیس زیاته کړه "پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا وویل چې د ترهگرو په وړاندې جنگیږي. زه فکر کوم پاکستان ته به د ورته جگړې په وړاندې د هند او متحده ایالاتو د موقف ته تاوان ونه رسیږي."

د امریکا د دفاع وزیر سفر به د جنوبي اسیا په مسلو متمرکز وي خو هغه نیت نلري چې پاکستان ته سفر وکړي. امریکایي چارواکو دا کنگوسې رد کړي چې گواکې امریکا پاکستان کم اهمیته کړی.

ماټیس وویل "د هند سره د اړیکو جوړول د دې معنی نلري چې مونږ نور هیوادونه منزوي کوو."

ماټیس: هند په سیمه کې د امنیت او ثبات یوه مهمه ستنه ده
ماټیس: هند په سیمه کې د امنیت او ثبات یوه مهمه ستنه ده

د پاکستان بې اهمیته کیدل

خو په اسلام اباد کې اکثره چارواکي په افغانستان کې د هند د نقش باندې نیوکه کوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي تیره اونۍ وویل "مونږ په افغانستان کې د هند هیڅ ډول سیاسي یا پوځي رول نه وینو. زه فکر کوم دا به وضعیت نور هم پیچلی کړي."

هند په احتیاط پر مخ ځي او ددې میاشتې په پیل کې یې د افغانستان د دفاعي ځواکونو سره د لا ډیرو مرستو موافقه وکړه. ه

تر اوسه یې څه پاسه ٢ میلیارده ډالر د افغانستان په اقتصاد کې مرسته کړې ده.

د دې مرستو اکثره برخه بشري مرستو لکه د روغتیا، معارف او زیربنایي سکتور ته ځي. هند همدا رنگه د افغانستان د پارلمان ودانۍ په جوړولو کې مرسته کړې ده.

افغان دیپلومات احمد شاه کتوازي امریکا غږ ته وویل "مونږ په افغانستان کې د هند پوځي مرستې په ډېر دقت څارو او هغه کیږي چې زموږ خوښه وي. مونږ د پاکستان او هند دواړو سره دوستانه اړیکې غواړو."

خو ځینې بیا دا ویره لري چې په افغانستان کې د هند د ونډې زیاتیدل به پاکستان دې ته اړ کړي چې د تندلارو ډلو ډیر ملاتړ وکړي.
خو ځینې بیا دا ویره لري چې په افغانستان کې د هند د ونډې زیاتیدل به پاکستان دې ته اړ کړي چې د تندلارو ډلو ډیر ملاتړ وکړي.

د تندلارو ملاتړ

متحده ایالات او افغانستان له ډیرې مودې راهیسې پاکستان د ځینو افغانو تندلارو ډلو په ملاتړ تورنوي.

اوس د جمهور رئیس ترمپ اداره هم دا نیوکې تکراره وي. خو ځینې بیا دا ویره لري چې په افغانستان کې د هند د ونډې زیاتیدل به پاکستان دې اړ کړي چې د تندلارو ډلو ډیر ملاتړ وکړي.

پاکستانۍ څیړونکې شمیلا چوهدري خبرداری ورکوي چې د افغانستان لپاره د امریکا په تگلارې کې یو تناقض وجود لري.

میرمن چوهدري زیاتوي "له یوې خوا مونږ د پاکستان څخه غواړو چې د تندلارو سره اړېکې ختمې کړي او بلې خوا نه مونږ هند ته وایو چې په افغانستان کې خپله ونډه پراخه کړي چې له امله یې د پاکستان غوسه راپاریږي. دا به په راتلونکې کې د امریکا هڅو ته تاوان ورسوي."

متحده ایالات په ٢٠١٦ کال کې هند د ' لوی دفاعي ملگري' په توگه اعلان کړ
متحده ایالات په ٢٠١٦ کال کې هند د ' لوی دفاعي ملگري' په توگه اعلان کړ

د هند - امریکا د اړیکو پراخیدل

تمه کیږي چې جم ماټیس به هند ته د سفر په مهال دوه اړخیزې پوځي اړیکې چې په تیرو څو کلونو کې وده کړې لا غښتلي کړي.

متحده ایالات په ٢٠١٦ کال کې هند د ' لوی دفاعي ملگري' په توگه اعلان کړ، داسې یو مقام چې هند ته د امریکا د پوځي تکنالوژۍ حریم ته دننوتو اجازه ورکوي.

په ٢٠٠٨ کال کې په دفاعي برخې د هند او امریکا ترمنځ سوداگري یو میلیارد ډالرو ته رسیدو. که روانې معاملې ترسره او عملي شي دا شمیره به ١٩ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.

تر اوسه لا مالومه نده چې هند ته د ماټیس سفر کې د وسلو کومه معامله به اعلان شي، خو امریکایي چارواکي هیله لري چې په دې لیده کاته کې به د 'لوی دفاعي ملگري' په نوم د هند مقام عملي بڼه غوره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر وایي "د هند او امریکا ترمنځ اړیکې هیڅ کله دومره غښتلې نه وې او زه فکر کوم چې دا یو بې طرفه حقیقت دی."

د هند او امریکا اړیکو ته، د دې لپاره ډیر اهمیت ورکول کیږي چین په سیمه کې د پوځي او اقتصادي قوت سره سر پورته کړی.

ماټیس وایي "هند په سیمه کې د امنیت او ثبات یوه مهمه ستنه ده. مونږ د سیمې د راتلونکې لپاره د سولې او سوکالۍ لپاره مشترک لیدلوری لرو."

XS
SM
MD
LG