د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا، جاپان او کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا په اټومي بې وسلې کولو بحث کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنوبي کوریا او جاپان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره "په بشپړ ډول د شمالي کوریا د اټومي بې وسلو کولو په اړه په خپل پریکنده تعهد" بحث کړی دی.

مارکو روبیو د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې د جې شل د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پرمهال د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر چو هیون او د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر توشیمیتسو موته ګي سره په لیدنه کې په دې تړاو خپله ګډه ژمنه تکرار کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې مطلب په اعلانولو سره ویلي دي چې روبیو، هیون او موته ګي د شمالي کوریا د بالستیک مزایلو او اټومي پروګرامونو د عوایدو د ملاتړ د منع کیدو په ګډون په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په پلي کیدو ټینګار کړی دی.

شمالي کوریا اټومي بې وسلې کول ردوي. شمالي کوریا چې روسیه او چین یې ملاتړ کوي، په قانون کې ځان د اټومي وسلو درلودنکي هیواد په توګه ثبت کړی دی او په وار وار یې خپل اټومي فعالیتونه دایمي بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې میلادي میاشت په چین کې د آسیا او اوقیانوسیه د اقتصادي همکاریو د غوندې په ترځ کې د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر د لیدنې په اړه ګنګوسې زیاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG