د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: په ترکیې د اف – ۱۶ جیټ الوتکو د پلورلو ملاتړ کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین انقرې کې د خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین انقرې کې د خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت په انقرې د اف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د پلورلو ملاتړ کوي خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل چې کانګرس ته به څه وخت د دې معاملې په هکله خبر ورکړي.

د ترکیې او متحده ایالاتو چارواکو د دې الوتکو د پلور په هکله په واشنګټن او انقرې کې غونډې هم کړي خو لا نهایي شوې نده.

ترکیه پلان لري چې د ۲۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د امریکا څخه ۴۰ جنګي جیټ الوتکې او د عصري کیدو نږدې ۸۰ ماشین الات وپیري خو کانګرس یې باید منظور کړي.

د ترکیې د دفاع دفاع وزیر هولوسي اکار وایي چې د امریکا د کانګرس د مخکښو غړو د هغو شرایطو خلاف ده چې په ترکیې باندې یې د دغو الوتکو د پلورلو په اړه اېښي‌ دي. د کانګرس دا غړي‌ له یونان سره د ترکیې د ترینګلو اړیکو په اړه اندېښمن دي.

کانګرس ځینې غړي وايي چې دوی به هغه وخت دا معامله تصویب کړي چې ترکیه له یونان سره د ځمکې د مالکیت په اړه خپله تاریخي تربګني ختمه کړي.

خو انټوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره د لیدنې پر مهال وویل چې معلومه نده څه وخت به ددې الوتکو د پلورلو په هکله په رسمي توګه کانګرس خبر کړي او زیاته یې کړه چې د حکومت سره پدې اړه په فعاله توګه په اړیکه کې دی.

ښاغلي بلینکن په ترکیې د دې الوتکو پلورلو د ناټو ترمنځ همکارۍ او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته مهم وباله. ترکیه چې د ناټو غړې ده، د روسیې څخه د میزایلو د پرمختللي دفاعي سیستم له اخیستلو وروسته په ۲۰۱۹ کې د « F35 Joint Strike Fighter » له پروګرام څخه واېستل شوه.

د امریکا د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په وخت په ۲۰۱۹ کې پنټاګون ترکیه د اف۳۵ جنګي جټ الوتکو له پروګرام څخه پدې خاطر وایستله چې له روسیې څخه یې د اس-۴۰۰ په نامه د میزایلو د دفاع سیستم واخیست.

خو تیر کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې دروسیې له یرغل وروسته د بایډن ادارې د ترکیې سره ډېره همکاره ده.

ښاغلي بایډن د جون په میاشت کې په مادرید کې د ناټو د عمومي غونډې ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې په انقره باندې دې د اف-۱۶ جټ الوتکو پلورل تصویب کړي.

د ناټو د غړو زیاتول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته د خپل سفر پر مهال په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د یو ځای کیدو سره یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې دغه دواړه هیوادونه به ژر د ناټو غړي شي.

ښاغلي بلینکن وویل چې د ناټو سره د فنلنډ او سویډن یو ځای کیدل به د متحده ایالاتو او ترکیې په ګډون د ټولو غړیو هیوادونو د امنیت سره مرسته وکړي.

ترکیه او هنګري د ناټو یوازیني غړي هیوادونه دي چې تر اوسه یې پدې سازمان کې د سویډن او فنلنډ یو ځای کیدل ندي منظور کړي.

ترکیې د سویډن د غړیتوب سره اندیښنه ښودلې او وایي چې دا هیواد هغو ډلو سره نرمي ښیي چې انقره یې ترهګر بولي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پدې ملاقات کې وویل چې ټولې ځواوې باید سویډن قانع کړي چې دا اندیښنې رفع کړي.

XS
SM
MD
LG