د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل – حماس جګړه: بلینکن اردن کې د ۵ عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري


پداسې حال کې چې اسرائیل د غزې په تړانګې کې د حماس ډلې پر ضد بریدونو ته زور ورکړی، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ په اردن کې د پنځو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په خبرو بوخت دی.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت جمعه نومبر ۳ (لړم۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلی بلینکن به د دې هیواد په پایتخت عمان کې د مصر، سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د بهرینو چارو وزیران به د اسرائیل – حماس د جګړې په هکله خبرې وکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې د فلسطین یو استازی به هم پدې خبرو کې برخه واخلي او د خبرو تمرکز به پدې وي چې د اسرائیل – حماس دا جګړه د سیمې لپاره څومره خطرناکه ده.

ښاغلی بلینکن داسې مهال ددې عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري چې د متحده ایالاتو په حکومت د عربي نړۍ لخوا لدې کبله انتقادونه ډیر شوي چې د حماس پر ضد د غچ اخیستونکو بریدونو لپاره یې د اسرائیل سره ملاتړ کړی دی.

د همدې انتقادونو له کبله متحده ایالاتو پدې تیرو څو ورځو کې خپل دریځ یو څه بدل کړی او د "بشري وقفې" وړاندیز یې کړې تر څو بشري مرستې خلکو ته ورسیږي.

د بهرینو چارو وزیر انټوني بلینکن چې اسرائیل ته د حماس تر برید وروسته د دویم ځل لپاره په رسمي سفر تللی، یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ د شخړې یوازینی حل د دوه جلا دولتونو (اسرائیل او فلسطین) جوړیدل دي.


بلینکن د دوه بیلو دولتونو جوړیدو په هکله په تل ابیب کې وویل، "دا د یو خوندي یهودي او دموکراتیک اسرائیل لپاره یوازینی ضمانت ورکوونکی دی ; د فلسطینیانو لپاره هم یوازینی ضمانت ورکوونکی دی چې پوه شي پخپل دولت کې د ژوند کولو مشروع حق لري، د خوندیتوب برابرو اقداماتو څخه خوند واخلي، آزادي، فرصت او حیثیت ولري".

د امریکا دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات ټینګار وکړ چې همدا د دوه بیلو دولتونو جوړیدل په منځني ختیځ کې د تل لپاره د تشدد پای ته رسیدو یوازینۍ لار ده.

اسرائیل په غزې کې د واکمن حماس ډلې پر ضد د غچ اخیستنې پراخ ځوابي بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر پر اوومه په اسرائیل باندې په یو برید کې د اسراییلي مقاماتو په وینا ۱۴۰۰ کسان ووژل.

د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي چې ډیری یې عام خلک، ماشومان او میرمنې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG