د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د وروستي انټرنیټي برید شک پر چین کوي


سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا فیډرالي حکومت به د دوشنبې په ورځ نږدې ۴ میلیونو اوسنیوو او پخوانیوو حکومتي کارمندانو ته خبر ورکړي چې په وروستي انیټرنیټي برید کې خو به یې شخصي معلومات افشا شوي نه وي.

د امریکا امنیتي ماورین شک لري چې په چین کې میشتو انټرنیټي برید کونکو چې ښايي د چین د حکومت سره اړیکې ولري، دغه برید کړی دی.

د چارو کارپوهان وايي چې د برید کونکو دپاره ښايي هغه فیډرالي مامورین ډير اهمیت ولري چې په محرمو حکومتي پوستونو کې کار کوي.

د ترویزم ضد چارو کارپوه مت اوسلېن داسې وايي " دوي کیدای سي په دې سره دا زده کړي چې څنګه د اسپیناژ برخې په نښه کړي او ښايي هڅه وکړي خلګ تر خوږ ګوته ونیسي."

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست د چین پر حکومت باندې مستقیما تور ونه لګوی خو دا یې وویل چې امریکا د چین سره د ځینو هغو کسانو په هکله اندېښنې شریکې کړي چې د چین د حکومت په استاځیتوب فعالیت کوي او انټرنیټی سرغړونې کوي.

د امریکا د پرسونل پر عمومي ادارې یا او پي ام باندې برید د روان کال د اپریل په میاشت کې کشف شو.

ښاغلي ایرنست داسې وویل "زه پر دې تبصره نه سم کولای چې د دې مشخصې پېښې تر شا به د چا لاس وي او د چا به نه وي خو په عمومي لحاظ مونږ په چین کې د ځینو افرادو په هکله اندېښنې څرګندې کړي دي چې د چین د حکومت په استاځیتوب د انټرنیټ په مجازي نړۍ کې سرغړونې کوي."

په عین حال کې پرون د جمعې په ورځ د چین د باندنیو چارو دوزارت ویاند هانګ لي هڅه وکړه چې دا وښيي چې چین په دې انټرنیټي برید کې هیڅ لاس نه درلودی.

هغه داسې وویل "چین د انټرنیټي بریدونو سخت مخالف دی. چین په خپله د دې ستونزې د یوه قرباني په توګه غواړي چې د نړیوالې همکارۍ له لارې د انټرنیټ یوه سوله ایزه، مصونه او د همکارۍ ډکه فضا رامنځ ته سي."

د امریکا د کورني امنیت وزارت او د فیډرالي تحقیقاتو بیرو یا اف بي آی اوس تحقیقات کوي چې دغه برید څومره تاوان پېښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG