د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا په سعودي عربستان د میزائیلو د پلور ملاتړ وکړ


د متحدو ایالتونو سنا د سه شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) هغه طرحه رد کړه چې له مخې یې نه یوازې د سعودي عربستان ملاتړ بندیده بلکې په هغه هیواد یې هوا ته له هوا څخه د منځني واټن ویشتونکو پرمختللو توغندیو، د راکټونو د توغولو د دستګاوي او وسلو پلور هم بندوه.

دغه طرحه چې د جمهوري غوښتونکو رانډ پاول او مایک لي او د دیموکراتانو د ملاتړي برني سنډرز له خوا وړاندې شوې وه، ۶۷ د ۳۰ رایو په مقابل کې رد شوه.

هغوی د ملکي خلکو د نه وژلو په اړه د امریکا له وسلو څخه د نه کار اخیستلو له تضمین پرته په سعودي عربستان د وسلو د پلور دغه طرحه رد کړې وه.

د وسلو د پلور ملاتړو له دې وړاندې ویلي وو چې د جمهور رئیس جوبایډن حکومت په سعودي عربستان د پرمختللو وسلو پلور له وړاندې منع کړی دی.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې دیموکرات مشر مشر باب مننډز وویل:" زه په بشپړ ډول له دې ضرورت سره موافق یم چې د سعودي عربستان رهبري دې د خپلو ګڼ شمیر اعمالو لپاره ځواب ویونکی واوسي... خو زه همدارنګه باور لرم او دا هم مهمه ده چې امنیتي شریکان مو په دې پوه شي چې موږ به خپلې ژمنې پوره کوو."

په داسې حال کې چې ګڼ شمیر امریکایي قانون جوړونکي سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د واشنګټن یو مهم شریک بولي، خو د کانګرس غړو د یمن په جګړه کې د یاد هیواد ګډون هم غندلی، هغه جګړه چې د نړۍ د تر ټولو ناوړه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شوې ده.

سندرز ددې طرحې د رد په اړه وینا کې وویل: "سعودي عربستان ته د ډیرو میزائیلو استول پرته له دې چې جګړه زیاته کړي او په پیل شوي اور نور تیل هم وشیندي، بل څه نه کوي."

د بایډن حکومت د سه شنبې په لومړیو کې وویل چې حکومت له دې طرحې سره له وړاندې مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG