د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سنا کې دیموکراتانو د اقلیم بدلون او انفلاسیون د مخنیوي لایحه وړاندې کړه


د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر چک شومر (ښی) او د لویدیځې ویرجنیا ایالت دیموکرات سناتور جو مېنچن (چپ)
د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر چک شومر (ښی) او د لویدیځې ویرجنیا ایالت دیموکرات سناتور جو مېنچن (چپ)

د امریکا د سنا په مجلس کې مهم منځلاري سناتور جو مینچن پرون یکشنبې جولای ۳۱ (زمري نهمه) د اقلیم د بدلون، عامې روغتیا او مالیاتو په اړه د هغه سترې لایحې ننګه وکړه چې د هغه په وینا، "په عادي شرایطو کې" به مخالف جمهوري غوښتونکی ګوند یې ملاتړ کړی وای، خو اوس یې په زغرده مخالفت کوي.

د امریکا د سنا مجلس تېره اونۍ د سلګونو میلیارد ډالرو دې لایحې ځینې جریات څرګند کړل.

دا لایحه چې په سنا کې لا تر اوسه د جمهوري غوښتونکو له سخت مخالفت سره مخامخ ده، د جمهور رئیس بایډن د حکومت د آجنډا مهمه برخه جوړوي. ددې لایحې جزیات د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د څو میاشتو سیاسي ناندریو وروسته څرګندیږي.

د اقلیم ساینسپوهان دا څو کاله کیږي چې د نړۍ پر مشرانو باندې غږ کوي چې د اقلیم د بدلون د ژورو اغېزو په اړه یو څه وکړي. د جمهور رئیس بایډن د انتخاباتي مبارزو یوه مهمه برخه دا ژمنه وه چې په دې برخه کې به جدي اقدامات کوي.

جمهور رئیس بایډن وايي چې دا لایحه به د میلیونونو امریکایانو دپاره د عامې روغتیا لګښت راکم کړي: "دا له مبالغې پرته، د راتلونکي دپاره، د انرژۍ د مصئونیت، د پاکې انرژئ د تولید پراختیا او کاري فرصتونو د ایجادولو په برخه کې زموږ تر ټولو لویه پانګه اچونه ده چې تر اوسه یې ساری ندی لیدل شوی".

ددې لایحې په اړه له تیرو څو میاشتو راهیسې، د سنا په مجلس کې د اکثریت د مشر چک شومر او د لویدیځې ویرجنیا ایالت د دیموکرات سناتور جو مېنچن تر منځ، ناندریز بحثونه روان دي چې کوم مسایل باید په دغه لایحه کې شامل وي. خو تېره اونۍ په دې اړه د جوړجاړي څرک ولیدل شو.

سناتور مېنچن په دې باور دی چې دا لایحه په امریکا کې د انفلاسیون مخنیوی کوي. هغه وايي: "پیسې بې ځایه نه لګوو. پانګه اچونه کوو. ما فکر نه کاوه چې د درې نیم ټریلیون ډالرو دغه سترې لایحه قبوله کړم، خو خپله هڅه مې وکړه. تر اوسه لا هوکړې ته نه یو رسېدلي. د درې نیم ټریلیونو د لګولو پر ځای به ۴۰۰ میلیارد ډالره پانګه اچونه وشي او مالیات به هم نه لوړیږي".

د سنا په مجلس کې د تایید د رایې اخیستو دپاره لا تر اوسه، د انرژۍ د تولید په برخه کې پر ځان اتکا او لګښتونو راکمولو دپاره ددې لایحې په وړاندې خنډونه پراته دي. جمهوري غوښتونکو سناتوران لا تر اوسه د شومر او مېنچن د خبرو او هوکړې په اړه محتاط دي. اکثره دغه خبرې ندې خپرې شوي.

جمهوري غوښتونکی سناتور بیل کاسېډي د مېنچن څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي: "د هغه ډیرې خبرې رښتیا ندي. د بیلګې په توګه، دوی د مالیاتو د ګډې کمیټې پر اساس، غواړي مالیات لوړ کړي. په لومړي کال کې به د هغو کسانو مالیات چې له ۲۰۰ زره ډالرو زیات کلنی عاید لري، ۱۷ میلیارد ډالره لوړ شي. او د منځنۍ طبقې او لږ عاید لرونکو کسانو مالیات هم د وخت په تېرېدو سره لوړیږي. دوی غواړي پر هغو کسانو هم مالیه ډېره کړي چې کلنی عاید یې له ۱۰ زور ډالرو لږ دی".

خو دیموکراتانو د هغه دا نظر رد کړی دی. دیموکراتان وايي چې دا لایحه به د هغو کورنیو دپاره چې کلنی عاید یې له ۴۰۰ زرو ډالرو کم وي، مالیه او عامې روغتیا ته د لاسري لګښت راټیټ کړي او د ارزانه صحي بیمې هغه قانون به نور هم پیاوړی کړي چې د پخواني جمهور رئیس براک اوباما په وخت کې منظور شوی دی.

په دې لایحې کې د پاکې انرژۍ او همدارنګه د نفتو او سون د موادو د زېرمو استخراج شامل دی، چې دې وروستي ته د لوېدیځې ویرجنیا د سناتور مېنچن لېوالتیا له دې آمله زیاته ده چې په ایالت کې یې د ډبرو د سکرو ډېر کانونه موجود دي.

د انفلاسیون د راکمولو دپاره د ۲۰۲۲ کال دا لایحه د سنا په مجلس کې د منظورېدو دپاره د ټولو دیموکرات سناتورانو د تایید رایې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي سناتوران یې لا تر اوسه په یوه غږ مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG