د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس په ودانۍ د برید راپور خپور شو


د امریکا د کانګرس د سنا دوو کمیټو د یو ګډ رپوټ په خپرولو سره "یو شمیر استخباراتي او امنیتي نیمګړتیاوی" شرحه کړي چې د کانګرس په مقر باندې د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د پلویانو د یرغل په ترڅ کې او له هغې دمخه موجوې وې.

پدې رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ جون اوومه (غبرګولي ۱۷) خپور شو راغلي دي "د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې برید نه یواځې د کانګرس په ودانۍ برید و بلکې په دموکراسۍ باندې برید هم و...د کانګرس د مقر د ساتنې او امنیت ساتلو مسول بنسټونه او ټول هغه کسان چې پدې ورځ موظف وو، په کانګرس باندې د احتمالي خونړي برید په اړه د خبرتیا سره سره په لوړه کچه د برید شنډولو ته تیار نه وو."

د سنا د داخلي امنیت او مقرراتو کمیټو پدې اړه خپلې پلټنې د فبرورۍ په میاشت کې پیل کړې او پدې لړ کې یې د کانګرس د محافظو پولیسو د مشرانو او نورو امنیتي بنسټونو سره او همداشان د دفاع او داخلي امنیت د وزارتونو د برحاله او پخوانیو مقاماتو سره خبرې کړي دي. پدې پلټنو کې همدشان په زرګونو اسناد ارزول شوي او د کانګرس د محافظو پولیسو د ۵۰ منسوبینو کتبي څرګندونې اخیستل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي: "د جنورۍ د شپږمې دردونکې پیښې یو مهم عامل د کانګرس په مقر او هغه ورځ د حاضرو وکیلانو په وړاندې د څرګندو ګواښونو او د احتمالي تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو او د مربوطه اطلاعاتو د خپرولو په تحلیل او ارزونې کې د استخباراتو نیمګړتیا وه."

د کانګرس دغو کمیټو ویلي دي چې هم د فدرالي پلټنو ادارې (اف بي آی) او هم د داخلي امنیت وزارت د ګواښ په ارزونه کې نیمګړتیا درلودلې او همداشان د کانګرس د ساتنې د پولیسو د استخباراتو برخې "په کانګرس باندې د تاوتریخوالي لپاره د آنلاین غوښتنې سره سره" پدې اړه اطلاعات د هغو منصبدارانو سره چې په هغه ورځ موظف وو ندي شریک کړي.

د امریکا په کانګرس باندې د دونالد ټرمپ د پلویانو برید په هغه شیبو کې وشو چې امریکایي وکیلانو د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جو بایډن بریالیتوب او د ښاغلي ټرمپ ماتې تائیدوله.

بریدګرو د کانګرس ودانۍ ته له ننوتلو وروسته د دفترونو په لټولو، لوټمارۍ او ورانکارۍ لاس پورې کړ، پدې پیښه کې پنځه تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG