د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سنا کې د سویلي کارولینا د څوکۍ لپاره د لیندزي ګراهام خور لوړه کوي

 د سویلي کارولینا د اوږدمهال سناتور لیندزي ګراهام خور، ډارلین ګراهام نورډون
د سویلي کارولینا د اوږدمهال سناتور لیندزي ګراهام خور، ډارلین ګراهام نورډون

ټاکل شوې چې د سویلي کارولینا د اوږدمهال سناتور لیندزي ګراهام خور، ډارلین ګراهام نورډون د امریکا د سنا په جرګه کې د سې‌شنبې په ورځ د خپل فقید ورور د پاتې دورې د بشپړولو لپاره د دندې لوړه وکړي.

نورډون یوه ورځ وروسته له هغې سنا ته داخلیږي چې د سویلي کارولینا والي هنري مک‌ماسټر د ګراهام خور د هغې دورې د بشپړولو لپاره وټاکله، چې د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پای ته رسېږي.

نورډون د دوشنبې په ورځ وویل:"زما په اند، ټول پدې همنظر دي چې لیندزي تر بل هر چا ډېر سخت کار کاوه. هغه بې‌وقفې هڅه کوله چې زموږ ایالت، هېواد او نړۍ لا بهتره کړي. هغه له خپلې کورنۍ او د خپل ایالت او هېواد خدمت سره مینه لرله. هغه خپل ژوند د هېواد خدمت ته وقف کړی و. زما لپاره دا ستر ویاړ دی چې د هغه د مهمو کارونو یوه برخه بشپړه کړم."

له ۲۰۱۹ کال راهیسې، نورډون د سویلي کارولینا د ړندو کسانو د کمېسیون مشره ده. دغه اداره له ړندو او د کمزوري لید ناروغانو سره د دندو په موندلو کې مرسته کوي څو دوي وکولای شي چې خپلواکه ژوند ولري.

د والي دفتر ویلي، نوموړې مخکې د کلمسن پوهنتون، د سویلي کارولینا د کار او کاري ځواک او د حرفوي بیارغونې په ادارو کې هم دندې ترسره کړې دي.

نورډون د خپل ورور په سیاسي کمپاینونو کې هم فعاله ونډه لرله، چې په غونډو او تلویزیوني اعلانونو کې یې ګډون کاوه.

لېنډسي ګراهام د شنبې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر مړ شو. هغه په سنا کې د خپلې کاري دورې په څلورمه دوره کې و او د بودیجې، قضايي چارو، تخصیصاتو، او چاپېریال او عامه چارو په مهمو کمېټو کې یې هم غړیتوب درلود.

والي مک‌ماسټر د دوشنبې په ورځ د نورډون د ټاکنې پر مهال ګراهام "یو نه بدلېدونکی او استثنايي شخصیت" وباله او ویې ویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

مک‌ماسټر نورډون ته وویل:"زه ستا د چټک چمتووالي او د خدمت د مسئولیت د منلو له امله ډېر منندوی یم. وروسته مې ولسمشر ته هم زنګ وواهه، او هغه هم دا پرېکړه ډېره ښه وبلله."

د روان کال د نومبر په ټاکنو کې به د سنا دا څوکۍ د جنورۍ په میاشت کې د نوې دورې له پیل سره سم به د رایو نه وروسته په رسمي ډول ډکه او نوي ځای ناستي ته وسپارل شي.

د ډیموکرات ګوند له خوا اېني اېنډروز د نوماندې په توګه ټاکل شوې ده.

د جمهوري غوښتونکي ګوند به د اګست په ۱۱مه ځانګړې لومړنۍ ټاکنې ترسره کړي، څو د نومبر د ټاکنو لپاره خپل نوماند وټاکي. نوماندان کولای شي د جولای تر ۲۸مې پورې په دې سیالۍ کې خپل نومونه ثبت کړي

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG