د لاس رسي وړ اتصالات

سنا د جمهور رئیس ټرمپ د دفاعي بودیجې د ویتو پریکړه رد کړه


د امریکا د سنا ځینې استازي
د امریکا د سنا ځینې استازي

د امریکا د سنا مجلس غړیو د برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه پریکړه د رایو په غوڅ اکثریت رد کړه چې دفاعي بودیجه یې ویتو کړې وه.

د سنا په مجلس کې د جمهور رئیس ټرمپ د ګوند پلویان، جمهوري غوښتونکي اکثریت دي خو د جمعې په ورځ جنوري۱( مرغومي۱۲) په رایه ګیرۍ کې د سنا مجلس غړیو د ملي دفاع لپاره د ۷۴۰.۵ میلیونه ډالرو د اجازې ورکولو قانون تصویب کړ.

دا قانون د امریکا پوځ ته د ۲۰۲۱ مالي کال لپاره بودیجه برابروي.

د سنا د مجلس په رایه ګیرۍ کې ۸۱ غړیو د دې قانون په طرفدارۍ او ۱۳ بیا مخالفې رایې ورکړې.

د استازو په مجلس کې چې دیموکراتان په کې اکثریت دي، د دوشنبې د ورځې په رایه ګیرۍ کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ویتو پریکړه هم د رایو په غوڅ اکثریت رد شوې وه.

هلته ۳۲۲ د لایحې په طرفدارۍ او ۸۷ د رد رایې ورکړل شوې وې.

د کانګریس دواړو خونو دغه لایحه تیر کال د ډسمبر په میاشت کې منظوره کړې وه او د توشیح لپاره یې جمهور رئیس ټرمپ ته استولې وه. خو ښاغلي ټرمپ په لایحې اعتراضونه درلودل او د ډسمبر د میاشتې په ۲۳مه یې دا لایحه ویتو کړله.

ښاغلي ټرمپ دا لایحه چین او روسیې ته "تحفه" بللې وه او ټینګار یې کاوه چې دا لایحه په افغانستان او جنوبي کوریا کې د امریکایي عسکرو د شمیر په کمولو کې د هغه د هڅو مخنیوی کوي.

ټرمپ همدرانګه ټینګار کاوه چې په لایحې کې دې د (سیکشن ۲۳۰) په نامه د فدرالي قانون لغوه کول هم شامل شي.

په دې قانون کې د انټرنیټ غټو شبکو لکه فیسبوک، ټویټر او ګوګل ته مالي خوندیتوب ورکول کیږي.

ټرمپ په وار وار په دې کمپنیو تور لګولی و چې د محافظ کارو افکارو خلاف نظر لري.

د جمعې د ورځې د رایه ګیرۍ نه وروسته جمهور رئیس ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې "زمونږ د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو د سیکشن ۲۳۰ د لیرې کیدو لپاره فرصت د لاسه ورکړ. دا قانون د ټکنالوژۍ غټو شرکتونو ته بې حده ځواک ورکوي."

خو بل پلو بیا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر مچ مکانل د جمعې د ورځې د رایه ګیرۍ نه وروسته وویل چې د دفاعي بودیجې د قانون د تصویب کیدو وخت راغلي.

ښاغلي مکانل وویل: " دا زمونږ لپاره فرصت دی چې خپلو زړورو عسکرو او د هغو کورنیو ته وښیو چې مونږ یې تر شاه ولاړ یو."

ها خوا بیا د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي د سنا د مجلس لخوا د جمهور رئیس ټرمپ د ویتو د پریکړې ردول ستایلي او دا کار یې "ښکاره رټل" بللي.

میرمن پلوسې په یوې اعلامیې کې ویلي: " د دې پر ځای چې جمهور رئیس امریکایان خوندي کړي، هغه د خپل جمهوري ریاست په وروستیو شیبو کې ګډوډي پیدا کوي او زمونږ امنیت کمزوری کوي."

XS
SM
MD
LG