د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د پوځي ګواښ د زیاتیدو سره جوخت، امریکایي سناتوره تایوان ته تللې  


د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا غړې تامي ډکوورت د تایوان له ولسمشرې سره د کتنې پر وخت
د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا غړې تامي ډکوورت د تایوان له ولسمشرې سره د کتنې پر وخت

د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا غړې تامي ډکوورت، تایوان ته په سفر کې پداسې حال کې د تایوان څخه د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ چې ددې هیواد په وړاندې د چین پوځي ګواښونه تر بل هر وخته زیات شوي دي.

میرمن ډکوورت د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګږلي ۱۰) د تایوان د ولسمشرې تسای اینګ ون، سره په کتنه ګې د تایپې او واشنګټن ترمنځ په نژدې اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو ټینګار وکړ.

چین ادعا کوي چې تایوان یې د خاورې یو جز دی. بیجینګ د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۰ پوځي الوتکې د تایوان هوایي حریم ته نژدې والوزولې؛ هغه اقدام چې د تایوان د دفاع وزارت په وینا د تایوان د جنګي جت الوتکو د پرواز او ددې هیواد د توغندیو د دفاعي سیستم د احضاراتو سبب شو.

سناتوره ډکوورت چې یو وخت د هیلیکوپتر پیلوټه وه د امریکا د ملي ګارد په لیکو کې تر ډګرمن رتبې پورې خدمت کړی دی، د تایوان د ولسمشرې سره په کتنه د تایوان له امنیت څخه د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې د متحده ایالاتو د کانګرس د دواړو ګوندونو استازي د هغې لایحې ملاتړ کوي چې هغې د تایوان د وسله واله پوځ او د امریکا د ملي ګارد ترمنځ د همکارۍ د زیاتیدو او ترویج لپاره وړاندیز کړې ده.

ولسمشرې تسای له تایوان څخه د امریکا د ملاتړ په خاطر په ځانګړې توګه د تایوان په تنګي کې د ارامتیا او امنیت لپاره د متحده ایالاتو د حکومت او کانګرس او شخصا د میرمن ډکوورت څخه مننه وکړه.

پر اوکراین باندې د روسیې یرغل د تایوان په وړاندې د چین ګواښ ځانته پاملرنه رااړولې او د امریکا د کانګرس دموکران او جمهوري غوښتونکي وکیلان له پخوا څخه زیات په تایوان باندې د وسلو خرڅولو او د هغه هیواد څخه په سیاسي ملاتړ ټینګار ګوي.

چین د مۍ په میاشت کې په ارام سمندر کې څو ټاپوذمو هیوادونو ته د امنیتي همکارۍ وړاندیز وکړ چې عملي کیدل یې کولای شي د متحده ایالاتو د هوایي جزیرو، استرالیا، نیوزیلند او ګوام سره نژدې د چین حضور ته زمینه برابروي.

د چین دغه عمل ته د داسې یړې هڅې په سترګه کتل کیږي چې غواړي پر تایوان باندې د برید په صورت کې دغه هیواد ته د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو د لاسرسي مخه ډب کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو حکومت نیت لري چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخالف نړیوال بلاک په داسې پراخ ایتلاف واړوي چې د نړیوال نظام پر وړاندې د اوږدمهاله ګواښ په ګډون د جدي مسایلو په وړاندې ودریږي.

له دې دمخه چین خبرداری ورکړی و چې د تایوان څخه د امریکا ملاتړ به واشنګټن ته "په نه جبران کیدونکي" بیه تمام شي.

د هغه قانون له مخې چې د متحده ایالتو کانګرس د تایوان څخه د ملاتړ لپاره تصویب کړی امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني خو ژمنه ده چې له دغې جزیرې سره د خپلې دفاع په برخه کې مرسته وکړي. امریکا اوسمهال تایوان ته د دفاعي تجهیزاتو ستره برابرونکی ده.

د چین جمهوریت په ۱۹۴۹ کال او د چین د داخلي جګړې پر جریان کې د کمونستانو په وړاندې د ماتې وروسته د تایوان جزیرې ته وتښتید او دغه جزیره یې د خپلواک هیواد په توګه اعلان کړه، خو د چین کمونست ګوند چې له هغه وخته تر اوسه د چین پر اصلي قلمرو واکمن دی د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني او د تایوان د رسمیت پیژندلو لپاره د هر ډول نړیوالې هڅې د مخنیوي هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG