د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن حکومت ته د امریکایي سناتورانولیک: رهبرې افغانانې خوندي کړئ


د امریکا د سنا د مجلس ۴۶ غړیو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه پکې شامل دي، په یو لیک کې د جمهور رئیس جو بایډن نه غوښتي چې د هغو افغان رهبرو میرمنو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي چې د "بې ساري" خطر سره مخ دي.

دغه سناتوران پداسې حال کې د حکومت نه دافغانو میرمنو د خوندیتوب غوښتنه کوي چې طالبانو د تیرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله.

دغو سناتورانو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکین او د کورني امنیت د وزیر الیهاندرو مایورکاس نه غوښتي چې د افغان رهبرو میرمنو، فعالینو، د بشري حقونو مدافعینو، د پارلمان غړیو، خبریالانو او د افغانستان د خاصو امنیتي ځواکونو د ښځینه تاکتیکي ډلګي غړیو ته ځانګړې بشري کټګوري جوړه کړي چې وکړی شي په چټکه، مهذبه او اغیزمنه توګه متحده ایالاتو ته رانتقال شي.

سناتورنو پدې لیک کې ویلي، "مونږ او زمونږ کار کوونکي په منظمه توګه د هغو میرمنو د هدف ګرځونې، ګواښنې، تښتونې، ربړونې او وژنې په هکله راپورونه تر لاسه کوو چې د دیموکراسۍ، برابرۍ، لوړو زده کړو او بشري حقونو د پرمختګ لپاره کار کوي. "

امریکایي سناتوراتنو په هغو سیمو کې چې طالبانو تازه نیولې او میرمنې پکې په عام محضر کې ډبل شوي، په درو وهل شوي، جنسي تیری پرې شوی او یا په زور واده شوي، په جنګي جرمونو اندیښنه ښودلې او د حکومت نه یې میرمنو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

په لیک کې د افغان ژباړونکو او هغوي چې د امریکا د حکومت سره یې کار کړی، د ځانګړو ویزو د شرایطو د پراخیدو او د دویم لومړیتوب په نامه امریکا ته د مهاجرینو د پروګرام د لارې د افغانانو د راتګ د بهیر هرکلی شوی.

XS
SM
MD
LG