د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سناتوران: د داعش په خلاف دې ائتلاف جوړ شي


د امریکا د سنا دوه غړیو ویلي چې امریکا باید په سوریه او عراق کې د داعش خلاف جگړه کې او د سورېې په جمهورریس بشار الاسد د فشار اچولو او د واکه لرې کولو دپاره نړیوال ایتلاف کې داخل شي او خپل عسکر دې واستوي.

د امریکا د سنا غړیو جان مکین او لینډزي گراهم چې دواړه د جمهوري غوښتونکي گوند غړي دي د امریکایی تلویزون سره د بغداد نه په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا باید گڼو ملکونو په قوه کې خپل عسکر شامل کړي. د سناتور مکین په وینا دا قوه به دوه اهمې وظیفې لري.

"لومړۍ دا چې د داعش ریښه به د بیخه وباسي او بل به د سورېې جمهور رئیس بشارا لاسد ته دا پیغام ورکړي چې نور بمبارۍ، د بې گناه خلکو وژنه او د هغوي بې کوره کول د زغملو او منلو وړ نه دی او موږ به ېې مخه نیسو"

همداراز د سنا بل غړي ښاغلي گراهم چې د سنا کې د وسله والو خدماتو د کمیټې غړی هم دی د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا به دېته تیاره وي چې یو ځل بیا عراق او افغانستان غوندې بلې جگړې کې داخل شي، داسې وویل.

" موږ باید دیته تیار شو.که مونږ داعش ختم نه کړو نو بیا به خپل کور کې هم ورنه خوندي نه یو. سیمه جگړې ته تیاره ده، خلک د داعش نه نفرت کوي، خلک د سني عربانو سره دي، ترکېې سره ولاړ دی. ټول غواړي چې اسد رژیم ختم شي. "

په عین حال کې دلته واشنگټن کې د بروکنگز په څیړنیز مرکز کې کار پوه رابرټ کیگن وايی " داعش اوس د عراق او سورېې د حدودو نه وتلی دی او پاریس کې شوې حملې د دې یو غټ ثبوت دی."

دی وايي " داعش اوس د اوقیانوس د بحر نه راتیر شویدی ."

ښاغلی کیګڼ زیاتوي "دسورېې دپاره امریکا ته ٥٠٠٠٠ عسکر پکار دي چې واستول شوی. ترڅو یو خوندي ځای جوړ کړي ،محلي قوتونو سره مرسته وکړي"

کیګن وایي هر کله چې هدف ترلاسه شو نو بیا به اروپايي ، ترکي، اوعرب قواوې د امریکایي عسکرو ځای نیولی شي.

XS
SM
MD
LG