امریکایي سناتوران د امریکا د مالیې له وزارت څخه غواړي چې چین یو ځل بیا په اسعارو کې د لاسوهنې کوونکي هېواد په توګه وپېژني.
دوی استدلال کوي چې بیجینګ په قصدي ډول د خپلې پیسې ارزښت ټیټ ساتي څو په نړیواله سوداګرۍ کې ناعادلانه ګټه ترلاسه کړي.
د ډیموکرات ګوند سناتورې الیزابېت وارن او د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور ریک سکاټ د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ته په یوه لیک کې لیکلي چې د بهرنیو اسعارو په خپل راتلونکي راپور کې چین بیا د اسعارو د لاسوهونکي هېواد په توګه ونوموي.
سناتورانو ویلي چې د چین د پیسو کمزوري ساتل د چینایي صادراتو لپاره د پټې مرستې په څېر عمل کوي، په داسې حال کې چې په بهرنیو بازارونو کې د امریکایي توکو بیې لا ګرانوي.
هغوی خبرداری ورکړی چې د اسعارو دا ډول دوامداره لاسوهنه کولای شي د امریکا پر کارګرانو او تولیدوونکو سمدستي منفي اغېزې ولري.
وارن او سکاټ همدارنګه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي-اووه له غړو سره د همغږې تګلارې غوښتنه کړې ده.
په دې ډله کې جاپان، جرمني، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا شامل دي.
دوی ویلي چې دا باید د جي-اووه د یوې پراخې ګډې هڅې لومړی ګام وي چې هدف یې د چین د هغو اقتصادي کړنو مخنیوی دی چې دوی یې ناعادلانه بولي.
فورم \ دبحث خونه