د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران د ایران د ۶ ملیارد ډالرو شتمنۍ په بیا کنګل کولو غور کوي


یو شمیر کسانو د امریکا کانګرس مخې ته د اسرائیل -حماس جګړې پر ضد مظاهره کړې.
یو شمیر کسانو د امریکا کانګرس مخې ته د اسرائیل -حماس جګړې پر ضد مظاهره کړې.

د متحده ایالاتو لخوا د ایران ۶ ملیارده ډالره شتمني چې د بندیانو تبادلې له کبله خوشې شوې وه یو ځل بیا د امریکا په کانګرس کې داسې مهال د بیرته کنګل کیدو د خطر سره مخ ده، چې پر اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د دې ډلې سره د ایران د ملاتړ په هکله پوښتنې پیدا شوي.

د سنا په مجلس کې د ټینیسي ایالات جمهوري غوښتونکې سناتورې مارشا بلکبرن ایران د حماس سره په مالي ملاتړ تورن کړ او د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت یې انتقاد وکړ چې ولې د ایران خوشې شوې شتمنۍ بیرته کنګل کولو لپاره یې تر اوسه رسمي پریکړه نده کړې.

امریکا د اګست په میاشت کې د پنځو امریکایي اتباعو خوشې کیدو په بدل کې چې په ایران کې بندیان و، پنځه ایراني بندیان خوشې کړل او د دې تر څنګ یې د ایران د شتمنۍ یوه برخه هم خلاصه کړه او د قطر یو بانک ته یې واستوله.

ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو ورسته ګنګل شول.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هم ویلي چې دغو شتمنیو ته به د ایران لاسرسی بند کړي چې د قطر یو بانک کې ساتل کیږي خو د کانګرس غړي پدې هکله د حکومت د رسمي پریکړې غوښتنه کوي.

سره لدې چې ایران ویلي پر اسرائیل د حماس برید کې لاس نلري او د متحده ایالاتو حکومت هم لا تر اوسه پدې هکله شواهد ندي موندلي خو د کانګرس غړي وایي ایران د پخوا راهیسې ددې وسله والې ډلې سره مالي او نور ملاتړ کوي.

د سنا په مجلس کې بل جمهوري غوښتونکی سناتور کیون کریمر وایي ایران د تیرو لسو کالونو راپدیخوا د حماس ملاتړ کوي.

ښاغلي کریمر همدرانګه وویل چې د حماس سره د ایران ملاتړ "ښکاره" دی او زیاته یې کړه چې ایران د حماس ډلې ته وسلې ورکوي او جنګیالي یې د وسلو د استعمال کولو لپاره روزي.

سره لدې چې د ایران دا شتمني د جنوبي کوریا یو بانک څخه قطر ته لیږدول شوي چې د بندیانو تبادلې کې یې منځګړتوب هم کړی خو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ مشر سناتور بین کارډن امریکا غږ ته وویل چې ایران لا هم دې پیسو ته لاسرسی نلري.

ښاغلي کارډن وویل چې د دې شتمنیو د تازه وضعیت په هکله به د جمهور رئیس بایډن د حکومت سره مشورې وکړي.

پداسې حال کې چې د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکي د ایران د شتمنیو کنګل کیدل غواړي خو بل پلو بیا دیموکراتان وایي چې دا پیسې باید په ایران کې د دارو درملو، کرنیزو چارو او نورو داسې لارو چارو ولګیږي چې ګټه یې د ایران ولس ته رسیږي.

د امریکا سترې محکمې په ۲۰۱۶ کال کې امر وکړ چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ باید د هغو قربانیانو ژوندي پاتې شویو کسانو ته ورکړل شي چې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د امریکا پر پوځي اډې په برید او بیا په ۱۹۹۶ کې په سعودي عربستان کې په چاودنه کې وژل شوي وو. واشنګټن د دغو بریدونو مسوول تهران ګڼلی دی. خو ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د ۱۹۸۳ کال د اکټوبر په ۲۳ مه په لبنان کې د امریکا په پوځي اډه کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴۱امریکايي پوځیان، ۵۸ فرانسوي پوځیان او شپږ ولسي وګړي وژل شوي وو.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کې په بیروت کې د ۱۹۸۳ کال په برید کې د قربانیانو پاته شویو کسانو ته وویل چې دا برید د ایران په ملاتړ د لبنان حزب الله کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG