د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نظامي مرستې استوي


د متحده ایالاتو چارواکي وایي اوکراین ته نورې نظامي مرستې استوي چې د دې هیواد ځواکونو سره مرسته وشي چې د دنباس په سیمه کې د روسي ځواکونه په نښه کړي، د هغوي وړتیا له منځه یوسې او ګډوډ یې کړي.

امریکایي چارواکو جمعه جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) وویل چې د ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت دې تازه نظامي مرستو کې د (HIMARS) څلور نور د توغندیو پرمختللي سیستمونه د ۱۰۰۰ مرمیو سره ورکوي چې ۱۵۵ ملي متره دي او په دقیقه توګه د هدف په نښه کولو وړتیا لري.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا لومړی ځل دی چې اوکرایني ځواکونو ته ډول توپونه ورکول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت یو جګپوړي چاروکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبریالانو ته د اوکراین سره د نویو نظامي مرستو په هکله معلومات ورکول وویل چې د وسلو دا سیستمونه خورا دقیق دي او زیاته یې کړه چې "مونږ هیله لرو اوکراینینان ترې ګټه واخلي او خپل بریالیتوب لا اغیزمن کړي".

دې امریکایي چارواکي هیله وښوده چې په نویو وسلو سره به د اوکراین ځواکونه وکړی شي هدف په دقیقه توګه ووهي. هغه وویل، "دا وسلې اوکراین ته په دقیقه توګه د مشخص هدف ویشتلو وړتیا ورکوي. دا سیستمونه مهمات هم بچت کوي او د دقت له کبله خورا اغیزمن دي.

تر اوسه څه باندې ۱۰۰ اوکرایني سرتیرو ته ددې سیستمونو د کارونې لپاره روزنه ورکړل شوې او امریکایي چارواکو ویلي چې دا امکان هم شته چې د کیف سره په نظامي مرستو کې به نور د (HIMARS) توپونو سیستم هم وي.

امریکا د اوکراین سره د دې تازه نظامي مرستو اعلان پداسې حال کې کوي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ۱۳) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په ولایت کې وروسته تر هغه د بري اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونو د لیسیچانسک ښار چې د هغوي وروستی قوي مرکز و ، پریښود.

په لوهانسک کې د بري د اعلان کولو څخه سمدستي روسي ځواکونو په ګاونډي ولایت دونیڅک کې جګړې ته زور ورکړ. دا ولایت د اوکراین د دنباس په صنعتي سیمه کې مهم ولایت دی چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د یرغل په پیل کې هم د کنټرول غوښتنه کړې وه.

پوتین وروسته تر هغه د دنباس سیمې ته مخه کړله چې د ولادمیر زلینسکي د حکومت په ړنګولو او د اوکراین د پایتخت کیف په نیولو کې روسي ځواکونه پاتې راغلل.

XS
SM
MD
LG