د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ۹۳ کسانو قاتل مړ شو


سمیول لیټل پخپله اعتراف کړی چې ۹۳ کسان یې وژلي دي
سمیول لیټل پخپله اعتراف کړی چې ۹۳ کسان یې وژلي دي

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې چارواکي وایي د سمیول لیټل په نامه کس چې پخپله یې د ۹۳ کسانو په وژلو اعتراف کړی، د ۸۰ کالونو په عمر په زندان کې مړ شوی.

سمیول لیټل په امریکا کې مشهور قاتل و چې ډیر کسان یې په پرله پسې توګه وژلي دي.

دغه مشهور قاتل دغه کسان د ۱۹۷۰ نه تر ۲۰۰۵ کاله پورې تقریباً په ټولې امریکا کې وژلي وو او چارواکي یې په نیولو نه و بریالي شوي.

اکثریت کسان چې سمیول لیټل وژلي، میرمنې وې.

لیټل چې په لومړي سر کې د سوک وهنې ورزش یې کاوه، هغه میرمنې ډیرې وژلي چې په مخدره موادو اخته وې او یا په فحشا کې ښکیلې وې.

د اکثریت میرمنو هویت تر اوسه معلوم نشو او نه یې قضیې وڅیړل شوې.

سمیول لیټل په زندان کې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو ته د ۵۰ کسانو نومونه واخیستل چې هغه وژلي وو. دې ادارې تائید کړله چې د سمیول ټولې ادعاګانې د اعتبار وړ دي.

پولیسو ویلي چې سمیول لیټل د چارشنبې په ورځ مړ شوی خو د مرګ علت یې تر اوسه معلوم ندی.

دغه مشهور قاتل په ۲۰۱۴ کال کې بندي شو او د عمري قید سزا پرې راختلې وه.

سمیول لیټل د امریکا د اوهایو په ایالت کې غټ شوی. ښوونځی یې په نیمایي کې پریښود او بې کوره و.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي چې دې قاتل د مخدره موادو د اخیستو لپاره د دکانونو او نورو ځایونو نه غلاوې کولې.

د سمیول لیټل لومړنی جرم په ۱۹۵۶ کال کې وروسته تر هغه ثبت شو چې د غلا، دوکې، مخدره موادو او په زور د یو چا کور ته د ننوتلو په جرم ونیول شو.

په هغه دا تور هم و چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې یې د فلوریډا او مسیسیپي په ایالت کې میرمنې وژلې وې خو پدې جرمونو کې مجرم ثابت نشو.

د امریکا په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پدې قاتل څه موده وړاندې د زړه حمله رغلې وه او د شکرې ناروغي یې هم درلوده.

XS
SM
MD
LG