د امریکا د متحده ایالاتو د ارکنزاس په ایالت کې پولیس وایي د موټرو په یو نندارتون کې په ډزو کې لږ تر لږه ۱ تن وژل شوی او ۲۴ نور ټپي شویدي.
پولیسو ویلي معلومه نده چې ډزې یوه یا څو کسانو کړي.
د ارکنزاس ایالتي پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د شنبې مارچ ۱۹ (کب۲۷) پیښې په هکله پلټنې کوي چې دې ایالت د دوماس په ښارګوټي کې د موټرو په نندارتون کې ډزې شوي.
د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې پیښې په تړاو ۱ مشکوک شخص نیول شوی او پولیس نورو پسې هم ګرځي چې ښایي د موټرو په نندراتون کې یې په خلکو ډزې کړې وي.
پولیسو ویلي چې په ټپي شویو کې ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د دې ایالت والي آسا هاچینسون په ټویټر کې د پښې په هکله لیکلي چې د ټپي شویو کسانو څخه ۱۸ یې په روغتون کې بستر شوي.
والي همدرانګه ویلي چې د دوو مشکوکو څخه پولیسو یې ۱ تن نیولی.
د دوما ښارګوټی شاوخوا ۴۰ زره اوسیدونکي لري او د پایتخت لیټل راک څخه تقریباً ۱۴۴ کیلو مټره لیرې سهیل لوري ته پروت دی.
د موټرو نندارتون د (Hood-Nic) بنسټ جوړ کړی و. د دې بنسټ یو استازي مطبوعاتو ته ویلي چې نندارتون پدې خاطر جوړ شوی و چې په خلکو کې د عدم تشدد مفکوره ترویج شي.
په متحده ایالاتو کې په ډزو کې په ډله ایزه توګه د خلکو وژل کیدل یا ټپي کیدل غیرې معمولي ندي.
یوه ویب پاڼه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد د هغو پیښو په هکله معلومات راټولوي چې د ټوپک څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي چې هر کال په امریکا کې شاوخوا ۴۰ زره کسان د تشدد په دا شان پیښو کې وژل کیږي.
پدې پیښو کې د ټوپک پواسطه د ځان وژل هم شامل دي.