د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې تازه پېښو کې یو پولیس او یو وسله وال وژل شوي


چارواکو لا په پولیسو د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي
چارواکو لا په پولیسو د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي

په داسې حال کې چې د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د یو تور پوستي امریکايي د وژلو د غندلو په اړه مظاهرې روانې دي، په لاس ویګاس کې یو پولیس او یو بل کس وژل شوي دي.

د لاس ویګاس د پولیسو څانګې د سه شنبې په ورځ‌ جون ۲ (غبرګولي ۱۳) وویل چې یو پولیس افسر د لاس ویګاس سټریپ په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی او په یوې بلې پېښې کې بیا یو بل پولیس یو بل کس چې ډزې یې کولې، وژلی دی.

چارواکو لا د پولیس افسر د وژلو د انګیزې او د بل وسله وال سړي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

دا پېښې داسې مهال شوي دي چې د لاس ویګاس په ګډون د امریکا د متحدو ایالتونو په ډېرو ښارونو کې د جورج فلویډ د مرګ په ضد او عدالت غوښتنې مظاهرې روانې دي. جورج فلویډ څو ورځې مخکې پولیسو ونیو او یو پولیس افسر یې پر ستوني د څو دقېقو لپاره خپل زنګون کېښود.

له دغې پېښې لږه شېبه وروسته هغه روغتون ته انتقال شو او ډاکټرانو بیا وویل چې هغه مړ شوی دی. په دغې پېښې کې څلور تورن پولیس له دندو لېرې شوي او توقیف شوي دي.

په لاس ویګاس کې چې د امریکا یو مشهور تجارتي ښار بلل کیږي پولیس چارواکي وايي چې په درېیمه شپه هم خلکو د دغې پېښې د غندلو په ضد مظاهرې وکړې.

پولیسو د مظاهره چیانو د خواره واره کولو لپاره اوښلن ګاز کارولی او ۳۳۸ مظاهره چیان یې نیولي هم دي.

چارواکي وایي په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰۰ مظاهره چیان د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

د واشنګټن ډي سي په ګډون په ځینو ښارونو کې د شپې په ګرځېدو او مظاهرو بندیز لګول شوی خو بیا هم سلګونو کسانو مظاهرې وکړې، د پولیسو د ځینو مرکزونو په ګډون لسګونه هټۍ زیانمن او لوټ شول.

ولسمشر ټرمپ دا کار "داخلي تروریستي عمل" ګڼي او خبرداری یې ورکړی چې د مخنیوي لپاره به یې د فدرال د ټولو پوځي او غیر پوځي منابعو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG