د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا: امریکا دې له سعودي سره له همکارۍ لاس واخلي


د امریکا په مشرانو جرګې کې یو شمیر سناتوران د خپل حکومت څخه غواړي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پر یمن د بریدونو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ددې مسئلې په هکله په داسې وخت کې رایه اچول شوې ده چې د سنا استازو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو (مایک پامپیو او جیم متیس) سره د تړلو دروازو تر شا لیدنې کړي دي.

د یمن د مسئلې ترڅنګ نږدې دوه میاشتې وشوې چې خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې وژل شوی دی. له دې کبله د امریکا په مشرانو جرګې کې استازي وايي هغو نورو هیوادونو ته چې دا کار کوي د خاشقجي قتل او په بې رحمۍ سره د مخالفینو له منځه وړل یو درس دی .

د امریکا په مشرانو جرګه کې استازو په دې رایه واچوله چې د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې دې د روانې جګړې څخه د امریکا ملاتړ دې پای ته ورسیږي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې دیموکرات استازی”کریس کانز“ وايي: "فکر کوم اوس ددې وخت دی چې موږ سعودي عربستان ته یو قوي پیغام واستوو، ځکه دا زموږ اصلي ارزښتونه زیانمنوي".

له نیمایي برخې زیاتو سناتورانو دې ته رایه ورکړه چې دا بحث له راتلونکې اونۍ پیل شي. په مشرانو جرګه کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي استازي په یمن کې یوازې د جګړې له کبله اندیښمن نه دي،دوی د سعودي پروړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دریځ هم نیوکه کوي.

پخوا دا مسله یوازې د سنا مجلس په کمیټو کې څارل کیده، خو اوس عمومي غونډې ته راوړل شوې ده.

جمهوري غوښتونکی سناتور مایک لي په دې هکله وايي:" د کانگرس د اجازې او اعلان نه پرته موږ د بل چا لپاره جګړه کوو".

د امریکا د مشرانو جرګې یو شمیر استازي وايي چې سي آی اې دوی ته ویلي چې د سعودي ولیعهد شهزاده د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی دی، خو سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې په دې هکله ېې کره شواهد لا نه دي موندلي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سناتورانو ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې له سعودي عربستان سره د مرستو کمیدل به په یمن کې د سولې پر خبرو اغیزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو رسنیو ته ویلي:

"دا هغه دیپلوماتیکې هڅې دي چې له تیرو څو میاشتو راپدیخوا مو پیل کړي دي، مونږ فکر کوو چې په سمه لار روان یو، دا زما او د جیم متیس نظر دی، په اوس وخت کې د یوې پریکړې تصویبول دیپلوماتیکو هڅو ته زیان رسوي، دا به حوثیان او ایرانیان تشویق کړي".

تر دې دمه په یمن کې پر حوثي جنګیالیو د ګڼو بریدونو په ترڅ کې زرګونه ملکيان وژل شوي او د اوسیدو زیات شمیر ځایونه او روغتونونه له منځه تللې دي. همداراز د امریکا د مشرانو جرګې د معلوماتو له مخې په یمن کې ۱۴ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې خرابیږي.

XS
SM
MD
LG