د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي سرتیری داعش ته د بعیت کولو وروسته بندي شو


د امریکا پوځ په دې باور دی چې کانگ په ٢٠١٦ کې سخت دریځۍ ته مخه کړې وه
د امریکا پوځ په دې باور دی چې کانگ په ٢٠١٦ کې سخت دریځۍ ته مخه کړې وه

یو امریکایي سرتیری وروسته له هغې د مقاماتو له خوا د ترهگرۍ په تور ونیول شو چې د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته یې بعیت وکړ او وویل چې "یو شمیر خلک وژني".

د امریکا فدرالي پولیسو اف بي آی ٣۴ کلن ایکایکا کانگ د هانولولو ښار په څنډه کې د یو کلنو تحقیقاتو او شواهدو وروسته ونیو او د دوشنبې په ورځ هغه محکمې احضار کړ.

د کانگ مدافع وکیل برني برور وایي د هغه موکل چې دوه ځلې د افغانستان او عراق جگړې ته استول شوی و، ښایي د پوځي وظیفې په ارتباط په کومه رواني ناروغۍ اخته وي.

په هاوایي کې د اف بي آی یو مسؤل پاول دلکورت ویلي دي چې ښاغلي کانگ د یو شمیر کسانو سره تماس نیولی و او هغوی ته یې پوځي اسناد ورکړي و چې په ظاهره د اسلامي دولت د ډلې پورې مربوط کسان وو خو په حقیقت کې د مخفي پولیسو منسوبین وو. دغه پوځي اسناد د داعش لاس ته نه دي ورغلي.

د اسوشیتدپرس اژانس د اف بي آی د مقاماتو په وینا لیکلي چې کانگ د امریکایي سرتیرو د پوځي زده کړو ویدیوگانې مخفي کارکوونکو ته چې په ظاهره د داعش خلک برښیدل ورکړي چې هغه په منځني ختیځ کې د داعش مشرانو ته ورسوي او د هغې په استفادې ځان د امریکایي سرتیرو پر وړاندې جگړې ته تیار کړي.

د ښاغلي کانگ پر ضد دعوا کې راغلي چې هغه د نیولو نه څو شیبې مخکې مخفي کارکوونکو ته یو ډرون چې په کمرو سمبال و او په ١۴٠٠ ډالرو یې اخیستی و ورکړی و چې په منځني ختیځ کې یې د داعش جنگیالیو ته ورکړي تر څو هغوی وکړای شي د امریکا سرتیرو موقعیت تشخیص کړي او پر امریکایي سرتیرو باندې په برید کې ترې گټه واخلي.

ښاغلی کانگ د هوایي ټرافیکو یو روزل شوی سرتیری و چې د هاوایي جزیرې په پوځي اډه کې میشت ده. د هغه پوځي سوابق ښیي چې په ٢٠١٢ کې یې په داسې حال کې چې په وظیفه کې و، د داعش په پلوۍ یې څرگندونې کړې دي او د خپلو هم مسلکانو د وژنې گواښ یې کړی و.

خو د هغه مسلکي اعتبار یو کال دمخه هغه وخت بیرته ورکړل شو چې په بشپړه توگه یې پوځي مقررات په ځان تطبیق کړل.

شواهد ښیي چې پوځ په دې باور و چې کانگ په ٢٠١٦ کې سخت دریځۍ ته مخه کړې وه او له اف بي آی نه یې غوښتي وو چې د هغه په هکله پلټنې وکړي.

د ښاغلي کانگ په نامه دوه وسلې راجستر شوې وې. د فلوریدا په اورلاندو کې دهمجنسبازانو په یو نایټ کلپ کې د تیر کال د اوړي له ډزو وروسته ښاغلي کانگ یو باوري منبع ته ویلي وو چې "دغه بریدگر هغه کار کړی چې ده باید کړی وای".

د هغه په ضد دعوا کې راغلي چې کانگ یو ځل دا هم ویلي وو چې "امریکا په نړۍ کې یواځنی ترهگر سازمان دی". د هغه له خولې همداشان ویل شوي چې د هتلر په وسیله د یهودانو د وژنې په اړه ویلي چې نازیانو سم کار کړی و.

XS
SM
MD
LG