د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو نه داسې حال کې د يو امريکايي سرتيري د وژل کيدو خبر ورکړی چې هلته په قطر کې د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي دي.

په دغه اعلاميې کې چې نن د اګست ۲۹ نیټه (سنبله ۷) په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو خپره کړې، راغلي چې دغه سرتیری په نظامي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د پیښې په اړه نور جزیات شریک شوي نه دي.

دا د امریکايي سرتیرو د تلفاتو تازه پیښه ده چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر مهال رامنځ ته کیږي.

له بلې خوا داسې ګونګوسي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو کې ډیر پرمختګ شوی دی.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس هم د طالبانو په خبرو او کردار کې د توپیر په اړه انتقاد کړی و.

لا معلومه نه ده چې ددغه امریکایي سرتیري وژل کیدل به طالبانو سره د سولې په خبرو اترو باندې څه ډول اغیز ولري.

XS
SM
MD
LG