د لاس رسي وړ اتصالات

متحدو ایالتونو او سویلي کوریا ګډ هوايي پوځي تمرینونه پیل کړل

متحدو ایالتونو او سویلي کوریا د دازادۍ بیرغ (Freedom Flag) په نوم د خپلو پراخو ګډو هوايي پوځي تمرینونو دویم پړاو پیل کړی دی.

د دې تمرین موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پیاوړتیا، د جګړې لپاره د چمتووالي زیاتول او د احتمالي شخړې پر مهال د ګډو عملیاتو پیاوړې کول ښودل شوي.

د سویلي کوریا هوايي ځواک ویلي چې د دوو اونیو دا تمرینونه د اکتوبر په ۲۶مه د کونسان په هوايي اډه کې پیل شوی او د نومبر تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

دا پوځي تمرینونه په کال کې دوه ځله کېږي او موخه یې د دواړو هېوادونو د هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتي وړتیاوو لوړول او د هغوی د بقا او مقاومت پیاوړې کول دي.

متحدو ایالتونو د دغو تمرینونو لپاره د اېف-۱۶ جنګي الوتکې، د آر سي-۱۳۵ استخباراتي الوتکه او د کې سي-۱۳۵ د هوايي تېلو رسونکې د ګډون دپاره چمتو کړې دي. امریکايي ځواکونو همدارنګه د اف-۳۵ بي پټې جنګي الوتکې، د اېم کېو-۹ بې‌پیلوټه الوتکې او د اېم اېچ-۶۰ اېس سمندري چورلکې هم ځای پر ځای کړې دي.

سویلي کوریا بیا د اېف-۳۵ اې پټې جنګي الوتکې، اېف-۱۵ کې او کې اېف-۱۶ جنګي الوتکې، د اېف اې-۵۰ سپکې بریدګرې الوتکې، او همدارنګه اېف-۵ جنګي الوتکې، ترانسپورتي الوتکې، د هوايي تېلو رسونکې الوتکې او د لټون او ژغورنې چورلکې په دې تمرینونو کې شاملې کړې دي.

د سویلي کوریا د هوايي ځواک په وینا، په دې تمرینونو کې به یو لړ پوځي ماموریتونه ترسره شي، چې پکې دفاعي هوايي عملیات، د دښمن د الوتکو د مخنیوي ازموینې او د هوايي بریدونو د مخنیوي ماموریتونه شامل دي.

تمرینونه به هم د ورځې وي او هم د شپې چې پوځي پرسونل د ماموریتونو په پلان جوړولو، عملیاتي کړنلارو او د جګړې بدلیدونکې ستراتېژۍ د غبرګون په برخه کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG