د لاس رسي وړ اتصالات

اېوانکا ټرمپ: پر شمالي کوریا "حد اکثر فشار" باید وساتل شي


د امریکا د ولسمشر لور اېوانکا ټرمپ د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان ته ویلي چې هغه به د ژمني المپیک له لوبو څخه د لیدنې په ترڅ کې پر شمالي کوریا د فشار راوړلو لپاره کوښښ وکړي.

اېوانکا ټرمپ چې د خپل پلار نږدې سلاکاره ده په جنوبي کوریا کې د المپيک په ژمنیو لوبو کې د امریکا د لوبډلې مشري کوي. دغه لوبې سبا پاي ته رسیږي.

د المپپیک لوبو ښارګوټي، پیونګ چنګ ته تر تللو مخکې میرمن ایوانکا ولسمشر مون جي ان سره ماښامنۍ وخوړه او د سیمې پر حالاتو یې ورسره خبرې وکړي.

پدغې لیدنې کې ولسمشر مون جې ان وویل چې د المپيک روانو لوبو د جنوبي او شمالي کوریاګانو ترمنځ د خبرو لپاره لار پرانېستلې ده.

ولسمشر، میرمن اېوانکا ته وویل چې سیول او واشنګټن باید له شته فرصت څخه ګټه واخلي.

د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند یون چونګ چن ویلي چې د ولسمشر ټرمپ لور په ځواب کې ویلي دي چې دواړه هېوادونه باید پر شمالي کوریا د زیاتو فشارونو د راوړلو په خاطر خپلې کډې هڅې زیاتې کړي.

اېوانکا ټرمپ په داسې حال کې جنوبي کوریا ته تللې چې د ولسمشر ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ پر شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول. چارواکي وایې چې ولسمشر ټرمپ د نویو بندیزونو له اعلانولو مخکې، د جنوبي کوریا له رهبرۍ سره خبرې کړې وې.

امریکا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

XS
SM
MD
LG