د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه په فضا کې خپلې پوځي وړتیاوې پراخوي

امریکايي چارواکي وایي متحده ایالتونه په بهرنۍ فضا کې د وسلو د سیستمونو بشپړې وړتیاوې لري.

دوي زیاتوي چې د امریکا د سپوږمکیو ساتنه د ملي امنیت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.
د امریکا د هوايي ځواک وزیر ټروي مېنک د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا فضايي ځواک چمتو دی چې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د امریکا فضايي سیستمونه خوندي وساتي.

هغه وویل، د امریکا فضايي ځواک په مدار کې د فضا د کنټرول لپاره وسلې ځای پر ځای کړې دي، څو د احتمالي مخالفینو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.

دې ګواښ ته پآملرنه وروسته له هغې لا زیاته شوه چې په یوه وروستي راپور کې ادعا شوې چې ایران د جولای په میاشت کې په اردن کې د یوه برید تر مخه د چینايي ادارو له خوا د سپوږمکیو ورکړل شوي انځورونه کارولي وو. په هغه برید کې درې امریکايي سرتېري ووژل شول.

د امریکا د فضايي ځواک پخواني ډګروال چارلس ګالبرېت ویلي، که چین ایران ته د بریدونو لپاره د سپوږمکیو معلومات ورکوي، نو د دغو معلوماتو او اړیکو پرې کول کولی شي د ایران د هدف ټاکلو وړتیا کمزورې کړي.

پنټاګون تر اوسه د دغو وسلو یا سیستمونو د دقیقو وړتیاوو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي. امریکايي چارواکي وايي، د دغو معلوماتو ډېره برخه د امنیتي دلایلو له امله محرم ساتل کېږي.

د امریکا فضايي ځواک داسې سیستمونه کاروي چې د سپوږمکیو په ساتنې، په فضا کې د فعالیتونو په څارنې، د پوځي اړیکو په ملاتړ او د توغندیو د احتمالي توغولو په اړه د خبرداریو په ورکولو کې مرسته کوي.

امریکايي چارواکي وايي، دا وړتیاوې ځکه مهمې دي چې سپوږمکۍ د نن ورځې په پوځي عملیاتو کې مهم رول لري.

سپوږمکۍ د اړیکو، موقعیت، استخباراتي معلوماتو او نورو مهمو جزییاتو په برابرولو کې مرسته کوي چې امریکايي ځواکونه ترې استفاده کوي.

واشنګټن د چین او روسیې د فضايي پوځي وړتیاوې هم له نږدې څاري.

امریکایي چارواکي وايي، متحده ایالتونه باید چمتو وي چې خپلې سپوږمکۍ او فضايي سیستمونه د احتمالي بریدونو او مداخلې پر وړاندې خوندي وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG