د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځانګړي ځواکونه د طالبانو پرمختګ ارزوي


 امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.‌
امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.‌

که څه هم افغان ځواکونه له څه باندې یوه کال راهیسې د خپل هیواد د امنیت او دفاع ټولې چارې پخپله ترسره کوي خو امریکايي پوځي چارواکي د طالبانو د ګواښ پراخیدو ته ځیر دي.

ځيني شننونکي پدې اند دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابیدل به امریکايي ځواکونه اړ کړي چې د طالبانو د ګواښونو د تمبولو لپاره راوړاندې شي.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې سملاسي داسې نښې نښانې نشته چې له کبله یې امریکايي ځواکونه خپل ماموریت بدل کړي. امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.

همدغه امریکايي چارواکي چې د خپل نوم خپریدل یې نغوښت وویل چې د امریکايي ځواکونو په ماموریت کې هر ډول بدلون به د افغانستان د حکومت په غوښتنه کیږي.

په افغانستان د امریکایي ځانگړو ځواکونو د رول په اړه پوښتنې وروسته له هغې راپورته شوې چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې امریکایي ضابط ماتیو مک کلنتوک د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.

د امریکایي چارواکي په وینا د مک کلنتوک د ټیم وظیفه د افغان ځانگړو ځواکونو روزل و چې دا کومه معمولي خبره نه ده، او دوی په کلي توگه د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د پراخو عملیاتو یوه برخه گڼل کیدای شي.

په افغانستان کې میشت امریکایي جنرال ویلسن شوفنر په هلمند کې د امریکایي ځانگړې ځواک د فعالیت په هکله وویل چې "دا ځواک داسې جوړ شوی چې په خپلواکه توگه فعالیت کولای شي." هغه وایي چې دا ټیم چې په ترکیب کې یې افغانان هم شامل دي، د گواښ پر وړاندې پوره جنگي قوت لري او هغوی د ټولو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي ځواکونو ملاتړ هم لري."

پراخ رول

د امریکا متحده ایالات په عراق او سوریه کې د روزنې، مشورې او مرستې په برخه کې د ځانگړو ځواکونو په رول سخته تکیه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت تیره میاشت د سوق او ادارې د یو ځانگړي ځواک په رامنځ ته کولو سره چې وظیفه یې داسلامي دولت د ډلې د قوماندانانو په نښه کول، بریدونه او د استخباراتو راټول دي، د امریکایي ځانگړو ځواکونو رول پراخ کړ.

امریکایي چارواکي وایي، اوس په افغانستان کې د امریکایي ځانگړو ځواکونو ددغه نوې قوا شتون ته اړتیا نشته ځکه چې طالبان ددې هیواد د څه دپاسه ۴٠٠ ولسوالیو نه یواځې نهه کنترولوي.

امریکایي چارواکي وایي سره له دې چې طالبانو تیر کال یو لړ سیمې ولکه کړي خو لا هم دغې سیمې په بشپړه توگه نه شي اداره کولای. دوی دا هم وایي چې د افغان ځواکونو وړتیا په پرله پسې توگه زیاتیږي او د یو عملیات څخه تر بله پورې غښتلي کیږي.

خوشبینۍ او پر شا تگ

امریکایي چارواکي وایي که څه هم چې خوشبینۍ شته، خو افغان ځواکونو د هغه وخت راهیسې چې مسؤلیت د دوی پر غاړه شوی ضد او نقیض پایلې یې درلودلې دي.

امریکایي جنرال شوفنر وایي "کله چې پلان شوي عملیات وي دوی په واقعت کې ښه وظیفه تر سره کوي. چیرته چې هغوی پاتې راغلي دي هغه د کړکیچ ښه مدیریت و او دا د هغوی یوه کمزورتیا ده."

امریکایي چارواکي همداشان په هلمند کې د ٢١٥ قل اردو د مشرتابه په گډون د افغان وسله والو ځواکونو د قوماندانانو په هکله اندیښنه لري.

د ٢١٥ قل اردو قوماندان بدل کړی او دوو لواگانو ته یې نوي قوماندانان ټاکلي دي. جنرال شوفنر وایي " دوی ځنې مشران لري چې فاسد دي او بدلولو ته اړتیا لري. دوی ښایي د مشرتابه ټاکلو ته جدي پام وکړي."

ددې سره سره د جلب او جذب ستونزې شته او د افغانستان پوځ همدا اوس د پنځه ویشت زرو سرتیرو کمبودي لري.

XS
SM
MD
LG