د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا کلنی رپوټ


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي دي چې په ملکی خلکو د وسله والو ډلو لخوا بریدونه د بشري حقونو یوه ستره ستونزه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پدې رپوټ کې د افغانستان تر څنګ د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د بشري حقونو وضعیت څیړل شوی او هغه پیښې پکې رانغښتل شویدي چې پروسږکال شویدي.

په ملکي خلکو د بریدونو زیاتوالی او د وسله والو ډلو لخوا د حکومتي کسانو وژل کیدل، په زندانونو کې د بندیانو سره ناوړه چلند، د میرمنو او جینکیو سره ټولنیز تبعیض د بشري حقونو هغه مهم ټکي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني رپوټ کې د د افغانستان په برخې کې خپاره شویدي.

د وسله والو په بریدونو کې زیات عامو خلکو زیان رسیږي
د وسله والو په بریدونو کې زیات عامو خلکو زیان رسیږي

پدې رپوټ کې همدارنګه ویل شویدي چې خلک د قانون د حاکمیت پرا نکوي او د بشري حقونو سرغړاونکو ته لا هم په افغانستان کې سزا نه ورکول کیږي او همدا وجه چې په زیاته پیمانه بشري حقونه د پښو لاندې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پدې رپوټ کې ویل شویدي چې په 2014 کال کې زیات ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل شویدي. رپوټ وایي چې طالبان په بې دریغه توګه ځانمرګي بریدونه کوي او د سړک د غاړې د بمونو نه کار اخلي چې یوه غټه ستونزه ده.

رپوټ همدارنګه وایي چې طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې د ماشومانو نه کار اخلي چې د بشري حقونو نه یوه ښکاره سرغړاونه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي " سره لدې چې د افغانستان په اساسي قانون کې شکنجه او د بندیانو سره ناوړه چلند منع دی خو داسې رپوټونه شته چې افغان امنیتي ځواکونه، حکومتي چارواکي او د زندانونو مسؤلین د بندیانو سره زور زیاتی کوی."

پدې رپوټ کې همدرانګه د غیري دولتي مؤسسو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) په حوالې لیکل شویدي چې د کندهار ولایت امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق د محکمې پرته مخالفین وژني.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د افغانستان په زندانونو کې ناوړه وضعیت او د هیواد په ځینو برخو کې د شخصي زندانو شتون، یوه بله ستونزه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په رپوټ کې ورته اشاره شویده.

په رپوټ کې د یوناما، د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د بشري حقونو د خپلواک کمیسون په حوالې لیکل شویدي " خلک لا هم پخپل سر نیول کیږي او د ټاکلې اندازې نه د زیات وخت لپاره په توقیف کې ساتل کیږي." او بله دا چې چارواکي په زیاتو مواردو کې د نیول شویو کسانو په هکله چا ته معلومات نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دې رپوټ په یوې برخې کې راغلي دي چې " رشوت، اداري فساد او د حکومتي چارواکو ، قومي مشرانو لخوا د فشارونو له وجې د افغانستان قضایه قوه کمزورې شویده.

د بیان د آزادۍ په برخې کې دا رپوټ وایي چې " زورواکان په ولایتونو کې د خپل زور او نفوذ نه کار اخلي او هغه کسان ګواښې چې پدوي انتقاد کوي. "

د رپوټ په بل ځای کې راغلي، سره لدې چې پروسږکال مطبوعاتو په آزاد ډول فعالیت درلود او په حکومت یې ښکاره انتقاد کاوه خو بیا یې هم بشپړه آزادي نه درلوده. د دې رپوټ د معلوماتو له مخې په 2014 کال کې اته خبریالان په افغانستان کې وژل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و.

په رپوټ کې د کابل بانک د قضیې د سپړلو لپاره د ولسمشر اشرف غني فرمان د اداري فساد سره د مبارزې مهم اقدام ګڼل شوی خو زیاتوي چې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت هڅې بسنه نکوي.

د اداري فساد او رشوت خورۍ په له منځه وړلو کې د حکومت هڅې کافي ندي
د اداري فساد او رشوت خورۍ په له منځه وړلو کې د حکومت هڅې کافي ندي

د بهرنیو چارو د وزارت په کلني رپوټ کې ویل شویدي چې د تیرو کالونو په پرتله پروسږکال په افغانستان کې د میرمنو وضعیت ښه شویدی خو کارپوهان لا هم پدې باور دي چې افغانستان په نړۍ کې د میرمنو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

پدې رپوټ کې ویل شویدي چې میرمنې په سړکونو کې د سړیو لخوا په جنسي لحاظ زورول کیږي او دا چې د دغو جرمونو لپاره کوم قانون نشته، نو دا یو جدي ستونزه ګڼل شویده.

د ملګرو ملتونو پدې رپوټ کې افغان ولس ستایل شوی چې د ګڼ شمیر ګواښونو او ستونزو سره سره یې، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه واخیسته او په لومړي ځل واک په سوله ایزه توګه د یوه حکومت نه بل حکومت ته وسپارل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پدې رپوټ کې ایران، کیوبا، برما او ویتنام د هغو هیوادونو په لست کې راغلدي دي چې په پرله پسې توګه د بشري حقونو نه سرغړاونې کوي.

د امریکا کانګریس هر کال د دې رپوټ د جوړیدو غوښتنه کوي
د امریکا کانګریس هر کال د دې رپوټ د جوړیدو غوښتنه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چین تور لګولی چې د بشري حقونو نه یې پراخه او منظم ډول سرغړاونې کړیدي خو بل پلو بیا چین په یوه رپوټ کې په امریکا سخت انتقاد کړی او وایي چې واشنګټن پخپله د بشري حقونو نه جدي سرغړاونې کړیدي.
د بهرنیو چارو د وزارت په کلني رپوټ کې چې په 148 پاڼو کې راټول شویدی، پکې ویل شویدي چې چین مبارزین او هغه کسان بندیان کوي چې په حکومت انتقادونه کوي. د اقلیتونو سره ظلم او زورزیاتی، د دولت لخوا سانسور او د کمونست په ګوند کې پراخه اداري فساد او رشوت خوري د امریکا د بهرنیو چارود وزارت په رپوټ کې نور تورنه دي چې په چین لګول شویدي.

چین چې اوس هر کال په معمول ډول د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د رپوټ په ځواب کې خپل رپوټ خپروي، په امریکا کې د وسلو د زیاتوالي او په مکرر ډول د جرمونو پیښیدل یاد کړيدي او وایي چې دا کار د خلکو مدني حقونو ته زیان رسوي.

د چین په رپوټ کې همدرانګه ویل شویدي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداره ( سي آی اې ) هغه کسان شکنجه کړیدي چې په تروریزم کې د لاس لرلو شک پرې کیږي. د حکومت د څارنې پروګرام او د پولیسو لخوا د حد نه زیاتې قوې استعمال خبره هم پکې شویده. په رپوټ کې همدانګه ویل شویدي چې د قومي اقلیتونو سره په ادارو کې تبعیض کیږي.

XS
SM
MD
LG