د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د جمهور رئیس د مواخذې په قضیه کې د کانګریس سره همکاري کوو


پداسې حال کې چې د امریکا د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند غړیو سپینې ماڼۍ ته رسمي جلبپاڼه لیږلې او د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مواخذې د تحقیاتو په هکله یې اسناد غوښتي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي کانګریس ته یې لیک استولی او ژمنه یې کړې چې د قانون سره سم په تحقیقاتو کې همکاري کوي.

ښاغلي پمپیو یونان ته د سفر په ترڅ کې وویل " ښکاره خبره ده چې پدې تحقیقاتو کې سیاست ګډ دی".

دیموکراتان پدې خاطر اسناد راټولوي چې معلومه کړي آیا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره د هغه ټیلیفوني مکالمې پر اساس مواخذه کیدی شي او که نه په کومې کې چې ښاغلي ټرمپ د یوکراین د جمهور رئیس نه غوښتي و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندید جوبایډین او د هغه د ځوی په هکله دې تحقیقات وکړي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم پدې ټینګار کوي چې د تحقیقاتو غوښتنه د سیاست نه بلکې د فساد سره تړاو لري، خو کوم پیغامونه چې د امریکایي ډیپلوماټانو یوکراین ته لیږلی، د یوکراین جمهور رئیس پکې دیته هڅول شوی چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د ملاقات په بدل کې د بایډن نه تحقیقات وکړي.

د امریکا د یموکرات گوند د ولسمشر ټرمپ ضد د مواخذی لپاره د تحقیقاتو اعلان کړیدی. ټرمپ مني چې د استازو په مجلس کې دیموکراتان کافي رایې لرې چې هغه مواخذه کړي خو د جمهوري ریاست نه نشي لیرې کولی ځکه چې د سنا په مجلس کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو سره دی.

XS
SM
MD
LG