د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانانو د مېشت کولو د هڅو تنظیمونکې اداره تړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد کانګرس ته خبر ورکړی دی، چې د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیمونکې اداره (CARE) بندوي. دا کار د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تشکیلاتو د نوي چوکاټ بندۍ یوه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا اتمه) په یوې اعلامیې کې وویل: «د وزیر په توګه مې د خپل کار له لومړۍ ورځې راهېسې ویلي چې دا وزارت باید چټک لازم اقدام وکړي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره مې د اپريل په میاشت کې په وزارت کې نوی تشکیلاتي جوړښت اعلان کړ.»

نوموړي وویل: «نن مو د دغه پروګرام د تطبیق د څرنګوالي په اړه کانګرس ته اطلاع ورکړ او دویم ګام مو واخیست.»

د بهرنیو چارو وزارت د تشکیلاتو نوی جوړښت د «امریکا لومړۍ» د تګلارې یوه برخه ده، چې په کور دننه او بهر د امریکا ملي ګټې لومړۍ ګڼي.

دا وزارت وايي چې د نویو تشکیلاتو په اساس به د ۳۰۰ ادارې، چې نا مشخص کارونه کوي او یا یو ډول کارونه کوي، زیانمنې کړي.

د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیموونکې اداره (CARE) به د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د چارو دفتر ته وسپارل شي. امریکا غږ په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه اداره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دوې میاشتې وروسته جوړه شوه. د دغې ادارې د جوړولو هدف دا و، چې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې له امریکايي ځواکونو سره کار او همکاري کړې وه او په متحدو ایالتونو د اوسېدو په شرایطو برابر وو.

پخواني پوځیانو ، هغو ادارو او افرادو، چې له افغانستان څخه په شرایطو د برابرو افغانانو په اېستلو کې یې مرسته کړې، د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام غندلی دی.

د «افغان ایوک» د ټولنې مشر شان وندایور، چې د افغانانو په انتقال کې یې برخه اخیستې، په خپل ایکس حساب کې یې لیکلي دي: «د ټرمپ حکومت یوازینۍ اداره: د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیموونکې اداره، چې د افغانانو په مېشتولو متمرکزه وه، ختمه کړه.»

نوموړي په یوې اعلامیې کې، چې په بلومبرګ کې خپره شوې ویلي چې «عامو خلکو ته له وضاحت ورکولو پرته، د انتقال له پلان او یا په ماموریت باندې د نوي تاکید پرته» د دغې ادارې بندول «د امریکا د ارزښتونو او ژمنو سره خیانت» دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، واشنګټن او لویدیځو هېوادونو خپلې ټولې پراختیايي پروژې وځنډولې، د افغانستان بانک یې منزوي کړ او په متحدو ایالتونو کې یې د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر څخه راهېسې ۱۶۵ زره افغانان په متحدو ایالتونو کې ځای په ځاي کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG