د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا توپان ۱۲ کسه مړه کړي


هغه سخت توپان چې د امریکا په ځینو سیمو کې د جمعې په ورځ راغی لږ تر لږه ۱۲ کسه یې وژلي دي او د ۳ میلیونو نه زیات خلګ یې د برېښنا څخه محرومه کړي دي. دغه توپان په داسي حال کې سیمې ته راغی چې په سیمه کې سخته ګرمي وه او د راتګ سره یې درختې ماتي کړې او د برېښنا مزي یې وشکول

. د واشنګټن ډي سي په ګډون په څلورو نورو ایالاتونو کې چې میریلنډ، ویرجینیا، ویست ویرجینیا او اوهایو په کښي شامل دي بیړنی حالت اعلان شوی دی.

بیړنی حالت معمولاْ د ایالت والیانو ته د دې اختیار ورکوي چې د ملي ګارډ ځواکونه فعاله کړي او دغه راز د اوسیدونکو د خوندیتوب په خاطر کولای شي چې د موجودو زیرمو نه کار واخلي.

د توپان له کبله په ویرجینا کې ۶ کسه وژل شوي دي، په نیو جیرسي کې دو کسه وژل شوي، په مریلنډ کې دوه کسه وژل شوي او په اوهایو او کنتکي کې یو یو کس وژل شوی دی. پر زیات شمیر وژل شویو کسانو باندي درختې رالوېدلي وې.

په سیمه کې برقونه تللي دي او ښايي څو ورځې ونیسي چې بیرته فعاله شي. زیاتې سیمې چې برقونه نلري د پلازمینې واشنګټن شاوخوا سیمې دي.

XS
SM
MD
LG