د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د لویې څارنوالۍ پر کار کوونکو برید د سولې دښمنانو کار بللی


تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر کونکو پرونی برید غندلی او هغه یې د سولې د ښمنانو کار بللی دی.

پرون دوشنبه د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ کې د لویې څارنوالۍ دوه څارنوالان، یو موټر چلوونکی او دوه نور کار کوونکي چې په بګرام پوځي اډې کې خپلې دندې ته پر لار و د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شول.

زلمي خلیلزاد هم نن سې شنبه جون ۲۳ (چنګاښ۳) پر خپل ټویټر لیکلي چې وژل شو کسانو د بندیانو د خلاصون چارې تسهیلولې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې د بګرام زندان په ګډون د هیواد د یو شمېر نورو زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو لړۍ پيل شوې ده.

ښاغلي خلیلزاد که څه هم د کوم چا نوم نه دی یاد کړی، خو وايي چې ځيني کورني او بهرني وارنکاري هڅه کوي چې دغه بهیر وځنډوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د یاد برید په اړه د هر اړخیزې پلټنې او عدالت یې د عاملینو دوړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

"موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي."

هغه پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې له خبرو څخه پر شا نشي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

پر همدې مهال ولسمشر غني هم نن سې شنبه په یوې اعلامیې کې د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د لویې څارنوالۍ پر کار کوونکو برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد بللی دی.

ښاغلي غني ویلي چې پر ملکي وګړو او دولتي کار کونکو برید د «دښمنانو» له لورې د تاوتریخوالي دوام او د سولې پروسې د زیانمنولو هڅه ده.

هغه زیاته کړې:"طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره د افغان ولس او حکومت غوښتنه ومني."

نوموړي د هیواد اړوند ارګانونو ته په دې اړه د څېړنو امر کړی دی.

د افغانستان لويې څارنوالۍ هم پر خپل کار کوونکو د برید په غندلو سره له امنیتي او کشفي ارګانونو څخه په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې کشفي ارګانونو باید د دغه برید عاملین پيدا او مجازات کړي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو هم تیره ورځ تر یادې پېښې وروسته وویل چې په د برید د عاملینو د نیولو هڅې پيل کړي دي.

تر دا مهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG